کرېکټ: استرالیا د پاکستان ښه ځواب ووایه

د انځور حقوق getty images
Image caption نن پاکستان په پرتلیز ډول چټکه توپوهنه وکړه چې ښه بېلګه یې د سرفراز په ۱۰۵ توپونو ۱۰۹ منډې وې.

د پاکستان او استرالیا تر منځ په متحده عربي اماراتو کې د دوو ټیسټ لوبو د لړۍ د لومړي ټیسټ په دوهمه ورځ د پاکستان ټول ټیم په ۴۵۴ منډو وسوځېد.

د یونس خان له پرونۍ سلیزې وروسته نن سرفراز احمد هم سلیزه ووهله.

پاکستان د ټیسټ د دوهمې ورځې په پیل کې ۲۱۹ منډې درلودې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د دوهمې ورځې د لومړي اوور چې ورو توپ اچونکي نتن لاین تر سره کاوه په لومړي توپ د اسد شفیق کیچ له ډولن وغورځېد او له همدغې شېبې د استرالیا بد وخت پیل شو.

نن پاکستان په پرتلیز ډول چټکه توپوهنه وکړه چې ښه بېلګه یې د سرفراز په ۱۰۵ توپونو ۱۰۹ منډې وې.

د ده تر څنګ مصباح الحق ۶۹ منډې وکړې او اسد شفیق له سلیزې یوازې ۱۱ منډې شاته په ۸۹ منډو وسوځېد.

مصباح الحق او اسد شفیق په ملګرتیا کې ۹۳ او وروسته بیا اسد شفیق او سرفراز احمد په ګډه ۱۲۴ منډې وکړې.

پاکستاني توپوهونکو له پیله د استرالیا د ورو توپ اچونکو پر وړاندې تېزه لوبه وکړه او دوی یې تر فشار لاندې یې ونیول.

د استرالیا ورو توپ اچونکي نتن لاین او سټیف اوکیف ښه و نه ځلېدل او دواړو د ۳ وېکټو په بدل کې پاکستان ته ۲۵۵ منډې ورکړې.

د دوبۍ پر پیچ چې پر څلورمه او پنځمه ورځ د ورو توپ اچونکو لپاره ډېر مناسب وي، ښايي د پاکستان ۴۵۴ منډې د دوی د بریا لپاره کافي وي.

خو د پاکستان د دغو سترو منډو په ځواب کې استرالیا د دوهمې ورځې تر پایه ۱۱۳ منډې وکړې او لا یې یو لوبغاړی هم نه و سوځېدلی.

استرالیا ته د سر دوو توپوهونکو ډېوېد وارنر او کریس راجرز پیاوړی پیل ورکړ. وارنر د ورځې تر پایه په ۷۷ توپونو ۷۵ چټکې منډې درلودې.

د دوهمې ورځې تر پایه دغه ټیسټ لوبه تقریبا په مساوي ډول مخ ته تللې او درېیمه ورځ به استرالیا هڅه کوي چې د پاکستان منډو ته ځان نور هم ورنږدې کړي.

ورته مطالب