افغانستان په کرېکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

Image caption ضياء الرحمان د پاکستان درې لوبغاړی وسځول

پر يوه باراني ورځ افغان کپتان شاهد الله پچه وگټله او پاکستاني لوبډلې ته يې د منډو بلنه ورکړه.

پاکستانۍ لوبډله خورا تجربه لرونکې او په خپل کور، لاهور، کې پياوړې ښکارېده.

يو وخت يې ٧٢ منډې درلودې او يوازې دوه لوبغاړي يې سوځېدلي وو.

د ٥٠ اوورونو دغه لوبه د باران له امله ٣٢ اوورونو ته کمه شوه.

پاکستان په ٣٢ او وروستي اوور کې خپل وروستى لوبغاړى له لاسه ورکړ او د ١٣٢ منډو هدف يې افغان لوبغاړو ته پرېښود.

افغانستان شپږ منډې درلودې چې باران بيا لوبه ودروله.

له باران وروسته افغانستان ته په ٢٢ اوورونو کې د ١٠٢ منډو هدف وټاکل شو.

د افغانستان له لوري دوو ١٧ کلنو لوبغاړو، کپتان شاهد الله او حضرت الله ځاځي منډې پيل کړې.

ځاځى تېز او شاهد الله ورو لگيا و.

په ١٦ اوور کې افغانستان ټاکلى هدف پوره کړ او بې له دې چې کوم لوبغاړى يې وسوځېږي لوبه يې وگټله.

حضرت الله ځاځي په يوازې ٤٤ توپونو ٦٦ منډې وکړې.

ده درې شپږيزې او نهه څلوريزې ووهلې.

کپتان شاهدالله بيا د يوې شپږيزې او دوو څلوريزو په مټ ناسوځېدلې ٣٣ منډې وکړې.

په دې لړۍ کې ټولې درې لوبې دي چې اوس په کې افغانستان يو صفر وړاندې دى.

ورته مطالب