کابل کې د معلولو مېرمنو باسکېټبال لوبې پیل شوې

Image caption په تېرو څو کلونو کې د افغان ښځو لوبيز فعاليتونه زيات شوي دي

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ګرځنده څوکیو پر مټ د معلولو ښځو باسکټبال لوبې پیل شوې چې د لومړۍ ورځې نندارې ته يې ګڼ خلک ورغلي وو.

په دغو دوه ورځینو سیالیو کې د کابل، مزارشریف او هرات ولایتونو لوبډلو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې د دغو سیالیو په ترسره کولو سره ۱۵ غوره څېرې د باسکیټبال ملي لوبډلې ته غوره شي.

د دغو سیالیو پر لومړۍ ورځ د مزار شریف لوبډله د کابل او هرات لوبډلو پر وړاندې ښه وځلېده.

په کابل کې د بي بي سي خبرياله زمزمه نیازۍ په خپل راپور کې کاږي نندارچیانو هم داسې نه ګڼله چې ګواکې د معلولو نجونو د لوبو ننداره کوي، هر نندارچي داسې ګڼله لکه روغې رمټې پېغلې چې سره لوبېږي.

د کابل د لوبډلې غړې خاطره ویل لس کاله وړاندې د کندهار ولایت په یوې پېښه کې یې دواړه پښې له کاره لوېدلې، خو وايي دوه کاله کېږي چې د کابل د باسکټبال لوبډلې غړیتوب لري.

خاطره سره له دې چې د معلولینو ګرځنده څوکۍ کې ناسته وه هوډ یې کلک او راتلونکې ته ډېره هیله منده ښکارېده.

دې په لوبو کې د خپل ګډون په اړه ویل "زموږ هدف او د دغې کمېټې هدف همدا دی چې دغه معلولين وتوانېږي پر خپلو وتوانېږي او خپلې ستونزې په خپله حل کړي او نورو ته اړ نه وي".

افغانان په تېر دريو لسيزو کې د جګړې له پايلو ډېر رنځېدلې او د بېلابېلو کورنيو او بهرنيو اروزنو له مخې د نړۍ د کمې خوښۍ وګړيو له ډلې شمېرل کېږي.

د باسکېتبال د دغو لوبو يوه بله موخه لکه معلولې لوبغاړې خاطرې چې ويل دا هم ده چې د دوی "فکر بدل شي او ذهني حالت يې ښه شي".

د ډېرو په باور افغانستان چې یوه دودیزه ټولنه ده د ښځینو لپاره ستونزې هم ډېرې دي خو په کابل کې د بي بي سي خبرياله زمزمه نيازۍ زياتوي کله چې له دغو ستونزو سره معلولیت هم یو ځای شي دا نو بیا د دوی پر ستونزو نور زياتوالی هم دی.

په تېرو دیارلسو کلونو کې افغانو مېرمنو په ډېرو برخو کې پرمختګ کړی او ډېری لاسته راوړنې يې لرلې دي.

د دې ترڅنګ معلولو مېرمنو هم هڅه کړې چې په ډېرو برخو کې خپل ځای په ټولنه کې بیا مومي، چې یوه روښانه بېلګه یې همدغه سیالۍ دي.

د افغانستان د فدرایسون مالي مشر کبیر خوشبین وایې د دغو سیالیو په پای ته رسېدو سره به 15 تکړه لوبغاړې د افغانستان ملي لوبډلې ته غوره شي.

د باسکېټبال دغه سیالۍ د علي آباد روغتون د باسکټبال ډګر کې ترسره کېږي چې چارشنبه به هم روانې وي.