کرېکټ: په دویمه لوبه کې پاکستان بریالی شو

Image caption لومړۍ لوبه افغانستان له پاکستان نه په لسو لوبغاړو ګټلې وه او په دې ډول اوس د دغه لوبو سیریز د دواړو لوبډلو تر منځ یو یو برابر دی

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرېکټ لوبډلو تر منځ د دریو سیالیو لړۍ په دویمه لوبه کې پاکستان افغانستان ته ماتې ورکړه.

لومړۍ لوبه افغانستان له پاکستان نه په لسو لوبغاړو ګټلې وه او په دې ډول اوس د دغه لوبو سیریز د دواړو لوبډلو تر منځ یو یو برابر دی.

په ننۍ (سې شنبه اکتوبر ۲۸) لوبه کې لومړی بیټېنګ افغانستان وکړ او په ټاکلو ۴۵ اورونو کې یې ۱۹۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري راشد خان تر ټولو ډیرې ۶۷ منډې وکړې.

د پاکستان په توپ اچوونکو کې عامر جمال درې او اوېس جمال دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان لوبډلې د ۱۹۹ منډو هدف په تعقیب کې د لوبې ښه پیل وکړ.

دوی ټاکلی هدف په ۳۹ اورونو کې د دریو له سوځېدو وروسته پوره کړ.

د پاکستان په توپ وهونکو کې ذیشان ملېک ۵۰ او سجاول ریاض تر ټولو ډیرې ۸۴ منډې وکړې.

د دواړو لوبډلو تر منځ د لوبو لړۍ یو یو مساوي ده.

درېیمه لوبه به برخلیک ټاکونکې وي او که هرې لوبډلې وګټله د لوبو لړۍ به یې ګټلې وي.

ورته مطالب