د سویلي افریقا فوټبال لوبډلې کپتان وروستي مراسم

د انځور حقوق Getty
Image caption ولسمشر زوما وژل شوي ګول ساتونکي ته د رناوي په موخه د ملي بېرغ نیم ځوړند کولو امر کړی

تمه کېږي، چې لسګونه زره کسان به د شنبې په ورځ ډربن کې د سویلي افریقا فوټبال لوبډلې کپتان، سینزو میووا وروستیو مراسمو کې برخه واخلي.

میووا د تېرې یکشنبې په ورځ هاغه مهال ناڅاپه ووژل شو، چې جوهانسبرګ ته نژدې یې د ملګرې کورته وسله وال غله ورغلل.

د جمعې په ورځ محکمې ته یو شکمن کس وړاندې کړل شو او د نوموړي مشهور ګول ساتونکي په وژنه تورن شو.

د میووا وژنې سویلي افریقا کې غم او غوسه راوپارول او دغه هېواد کې یې د خونړیو جرمونو لوړه کچه جووته کړه. په پام کې ده، د نوموړي وروستي مراسم به د ډربن په مابهیدا لوبغالي کې تر سره شي.

ډربن د میووا پلرنی ښار دی او داسې تمه کېږي، چې د هېواد له لر او بره به دغو مراسمو ته د نوموړي مینه وال ورشي.

د سویلي افریقا د یوه بل سپورتي اتل مبولایني مولاودزي، وروستي مراسم به هم د شنبې په ورځ ترسره شي، چې د ۸۰۰ متره ځغاستې نړیوال اتل و.

مولاودزي د میووا له وژل کېدو یوه ورځ مخکې د ګاډي یوې پېښې کې وژل شوی و.

تمه کېږي، وزیر جیف رادیب به وروستیو مراسمو کې وینا وکړي. ولسمشر زوما وژل شوي ګول ساتونکي ته د رناوي په موخه د ملي بېرغ نیم ځوړند کولو امر کړی.

د میووا له مړینې وروسته د سویلي افریقا کورني فوټبال لیګ د اورلانډو پیراتیس او کیزر چیفس تر منځ یوه لوبه ځنډولې ده.