پرېمیرلیګ: د سیالانو لوبه د سټي بری

د انځور حقوق EPA
Image caption په دویمه نیمایي کې د سټي بریدګر لوبغاړي سرجیو اګوېرو ګول وکړ او خپله لوبډله یې مخته کړه

د انګستان پرېمیرلیګ د یکشنبې ورځې په لوبو کې مانچسټر سټي یو وار بیا خپلې سیالې لوبډلې مانچسټر یونایټېډ ته ماتې ورکړه.

ټاټنهم هم خپله لوبه له آسټن وېلا نه دوه یو وګټله.

مانچسټر یونایټېډ چې سږني لوبیز کال کې یې تر اوسه خپله پیاوړتیا نه ده ښوولې یو وار بیا خپل مینه وال مایوسه کړل.

دغه لوبه د مانچسټر سټي په کور دننه اتحاد لوبغالي کې ترسره شوه.

لوبه په لومړۍ نیمايي کې د دواړو لوبډلو تر منځ برابره وه.

په دویمه نیمایي کې د سټي بریدګر لوبغاړي سرجیو اګوېرو ګول وکړ او خپله لوبډله یې مخته کړه.

د لوبې تر پایه یونایټېډ ونه شوای کړای چې ګول وکړي او لوبه برابره کړي.

دویمه لوبه د ټټنهم او اسټن وېلا تر منځ ترسره شوه چې ټاټنهم دوه یو وګټله.

د لوبې لومړی ګول د اسټن وېلا لوبغاړي وېمان وکړ.

د لوبې تر ۸۴مې دقیقې اسټن وېلا یو صفر مخته وه خو د ټاټنهم چادلي ګول وکړ او لوبه یې برابره کړه.

په ۹۰مه دقیقه کې کین دویم ګول وکړ او په دې ډول ټاټنهم دغه لوبه دوه یو وګټله.

ورته مطالب