چیمپینزلیګ: نن څوک له چا سره لوبېږي؟

Image caption د انګلستان غوره لیګ دوه لوبډلې لېورپول او ارسنل هم نن ماښام لوبه کوي

د اروپا د فوټبال چیمپینزلیګ په لوبو کې نن اته لوبې ترسره کېدونکې دي.

د انګلستان غوره لیګ دوه لوبډلې لېورپول او ارسنل هم نن ماښام لوبه کوي.

لېورپول د اروپا اتلې لوبډلې ریال مادرید سره مخامخ ده.

ریال مادرید تر دې وړاندې لومړۍ لوبه چې د لېورپول په کور کې ترسره شوې وه ګټلې وه.

نننۍ لوبه د ریال مادرید په کورني برن باو لوبغالي کې ترسره کېږي.

د انګلستان غوره لیګ بله لوبډله ارسنل هم نن ماښام لوبه کوي.

ارسنل له انډرلېخت سره مخامخ ده.

لومړۍ لوبه یې ترې ۲-۱ ګټلې وه.

په نورو لوبو کې موناکو له بېنېفیکا او بروسیا ډروټمنډ له ګلتسارې سره مخامخ ده.

دا د اروپا د فوټبال اتلولیو د ګروپ مرحلې لوبې دي.

۱۶ غوره لوبډلې به د ناک اوټ مرحلې ته لار پیدا کوي.

ورته مطالب