کرېکټ: افغان نولس کلنو اماراتو ته لویه ماتې ورکړه

Image caption افغانستان تر دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې مالیزیا ته په لسو لوبغاړو ماته ورکړې وه.

د کرېکټ د نولسو کلنو ځوانانو د اسیايي غوره جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن متحدو عربي اماراتو ته په ۳۰۲ منډو ماتې ورکړه او خپله دویمه پرله پسې لوبه یې وګټله.

په دغه لوبه کې افغان توپ وهونکو خورا ښه لوبه وکړه او د اماراتو لوبډلې ته یې په ۵۰ اورونو کې د ۳۸۹ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لورې طارق ستانکزي ۱۶۰ منډې وکړې.

نوموړي دغه منډې په ۱۱۳ توپونو وکړې چې ۱۳ شپږېزې په کې شاملې وې.

پر طارق ستانکزي سربېره په نورو توپ وهونکو کې وحیدالله شفق ښه ولوبېد، نیمه سلیزه یې پوره کړه او په ۸۹ منډو وسوځېد.

افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۳۸۹ منډې وکړې چې پوره کول یې له پیله خورا ګران ښکارېد.

د هدف په تعقیب کې د اماراتو لوبډلې پیل ښه نه و او په درېیم اوور کې یې په شپږو منډو لومړی لوبغاړی له لاسه ورکړ.

د اماراتو ټوله لوبډله په ۳۱م اوور کې له ۸۷ منډو جوړولو وروسته وسوځېده او په دې ډول افغانستان دغه لوبه په ۳۰۲ منډو وګټله.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې نوین الحق تر نورو ډیرې ۴ ویکټې واخېستې.

افغانستان تر دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې مالیزیا ته په لسو لوبغاړو ماته ورکړې وه.

افغانستان په دغو سیالیو کې تر دا مهال خپلې دواړه لوبې ګټلې دي.

دا د نولسو کلنو نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالۍ دي او د سر دوه لوبډلې به د نولس کلنو په نړیوال جام کې لوبېږي.

ورته مطالب