کرېکټ: افغان نولس کلنه لوبډله نړیوال جام ته ووته

Image caption د افغانستان په توپ وهونکو کې احسان الله او جمعه ګل نیمه سلیزې پوره کړې

په کوېت کې د نولس کلنو ځوانانو نړیوال جام لوبو لپاره د غورواوي په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې خپله درېیمه او وروستۍ لوبه له کوېت نه وګټله او د نړیوال جام لوبو لپاره یې لار ومونده.

دا پرله پسې درېیم ځل دی چې دوی د نړیوال جام لوبو ته لار موندلې.

په نننۍ (نومبر ۱۵) لوبه کې افغانستان کوېت ته په ۲۰۶ منډو ماتې ورکړه.

افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو پر سر یې ۲۷۱ منډې جوړې کړې.

د افغانستان په توپ وهونکو کې احسان الله او جمعه ګل نیمه سلیزې پوره کړې.

احسان الله ۸۹ او جمعه ګل ۷۲ منډې وکړې.

په ځواب کې د کوېت ټوله لوبډله په ۶۵ منډو وسوځېده.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې یو وار بیا نوین الحق ښه وځلېد او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

پر هغه سربېره محمد ظاهر او ضیاالرحمن هم درې درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلې د نولس کلنو اسیايي لوبو پرېمیرلیګ هم وګاټه.

په دغو سیالیو کې هېڅ یوه لوبډله هم ونه توانېده چې افغانستان ته ماتې ورکړه.

افغانستان به اوس د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام په لوبو کې لوبېږي چې ټاکل شوې په ۲۰۱۶م کال کې په بنګله دېش کې ترسره شي.

ورته مطالب