جوکووېچ د ای ټي پي ټېنس سیالیو پایلوبې ته ووته

د انځور حقوق Reuters
Image caption نوواک جوکووېچ به د دغو سیالیو په پایلوبه کې له اتل لوبغاړي راجر فيډرر سره مخامخ وي

د سربیا تکړه ټېنس لوبغاړي نوواک جوکووېچ د ای ټي پي نړیوالو ټېنس سیالیو کې د جاپان کي نېشيکوري ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار وموندله.

د ای ټي پي یا ورلډ ټور ټېنس سیالۍ د نومبر په نهمه نېټه په لندن کې پیل شوي او تر د یکشنبې ورځ (نومبر ۱۶) به پای ته ورسېږي.

دغه نیمه پایلوبه د لندن په او ټو ارینا کې ترسره شوه.

نوواک جوکووېچ چې د ټېنس په نړیوالو درجه بندیو کې لومړی مقام لري خپل سیال لوبغاړي نېشیکوري ته په دریو لړ لوبو کې ۶-۱ ۳-۶ ۶-۰ ماتې ورکړه.

دا په روان کال کې د ټېنس نړیوالو سیالیو درېیم لوی جام دی چې جاکووېچ یې پایلوبې ته په تلو بریالی کېږي.

کي نېشيکوري تر دې وړاندې په یوه مهمه سیالي کې فيرر ته ماتې ورکړې وه او همدا لامل شو چې د بریتانیا اندې مرې له دغو لوبو بهر شو.

اندې مرې خپله لوبه د سويس راجر فيډرر ته وبایلله او له وېمبلډن او د فرانس پرانستو اتلولیو را وروسته درېیم لوی جام دی چې دی په کې نه بریالی کېږي.

نوواک جوکووېچ به د دغو سیالیو په پایلوبه کې له اتل لوبغاړي راجر فيډرر سره مخامخ وي.

۳۳ کلن فیډرر د اوسني عصر د ټېنس تر ټولو غوره او بریالی لوبغاړی بلل کېږي.

ورته مطالب