هند د کوهلي د سلیزې په مټ له سریلنکا پنځمه لوبه هم وګټله

د انځور حقوق PA
Image caption وېرات کوهلي پر ۱۲۶ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو پر مټ ۱۳۹ منډې وکړې او د لوبې تر پایه و نه سوځېد.

د هند او سریلنکا تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ هغه کې هند پر ۳ وېکټو بریالی شو او سیریز یې له سریلنکا ۵-۰ وګاټه.

په وروستۍ لوبه کې هند د لوبډلمشر کوهلي د شانداره سلیزې پر مټ له یوې سختۍ سیالۍ وروسته بریالیتوب تر لاسه کړ.

د لوبې پچه سریلنکا وګټله او د هند په رانچي کې یې توپوهنې ته په مناسب پیچ لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

د لوبې له پیلېدو وړاندې د سریلنکا لوبډلمشر انجیلو متیوز ویلي وو چې دوی په سیریز کې ۴-۰ شاته دي ځکه نو وروستۍ لوبې ته به د خپل وقار ساتلو په هوډ میدان ته کېوځي.

سریلنکا پر ۴۵ منډو دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو د لوبډلمشر متیوز او لهیرو تېرامانې د ملګرتیا پر مټ یې منډې ښې شوې.

متیوز پر ۱۱۶ توپونو په زړه پورې او چټکې ۱۳۹ منډې او تېرامانې پر ۷۶ توپونو ۵۲ منډې وکړې. متیوز تر پایه و نه سوځېد.

سریلنکا په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې پر ۸ وېکټو ۲۸۶ منډې وکړې خو د دوی ضعیفه بالنګ او د هند پیاوړي بیټنګ ته په پام سره دغه هدف ستونزمن نه برېښېده.

د هند له خوا داول کولکرني ۳ او اکشر پټیل او آر اشوین ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

په بیټنګ کې د هند پیل ښه نه و او د سر دوه لوبغاړي روهیت شرما او اجنکې رهانې یې پر ۱۴ منډو وسوځېدل.

خو تر دې وروسته لوبډلمشر وېرات کوهلي او امبتي رایډو په ملګرتیا کې ښه توپوهنه وکړه او د هند منډې یې په ۲۸ اورونو کې ۱۵۰ ته ورسولې.

رایډو د ۵۹ منډو له جوړولو وروسته په منډه کې وسوځېد.

د رایډو له سوځېدو وروسته د هند پاتې لوبغاړو له وېرات کوهلي سره تر ډېره ملګرتیا و نه شوای کړای خو کوهلي نږدې پر یوازې ځان ورکړل شوی هدف تعقیباوه.

د پای په څلورو اورونو کې هند د بریا لپاره ۳۴ منډو ته اړتیا درلوده او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

دغه مهال کوهلي په ډېر مهارت او زړه ورتیا بیټنګ وکړ او هدف یې په ۴۹م اوور کې تر لاسه کړ.

وېرات کوهلي پر ۱۲۶ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو پر مټ ۱۳۹ منډې وکړې او د لوبې تر پایه و نه سوځېد.

د سریلنکا له خوا اجنتا مینډس ۴ وېکټې واخیستې خو په ټاکلو شویو لسو اورونو کې یې خورا ډېرې ۷۳ منډې ورکړې.

ورته مطالب