سوېلي افریقا د بالرانو په مټ استرالیا ماته کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption مورنې مورکل چې د خپل کیریر تر ټولو غوره بالنګ یې نندارې ته وړاندې کړ او ۵ وېکټې یې واخیستې د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.

د سوېلي افریقا او استرالیا تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دوهمه لوبه کې سوېلي افریقا د تېز بالر مورنې مورکل د ۵ وېکټو په مټ استرالیا ته ماته ورکړه.

لومړۍ لوبه استرالیا پر ۳۲ منډو ګټلې وه. دغه راز د لوبو لړۍ اوس ۱-۱ برابره شوې ده.

د دوهمې لوبې پچه کوربه استرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

خو استرالیا له پیله له ستونزو سره مخ شوه او د سر ۴ لوبغاړي یې یوازې پر ۳۴ منډو وسوځېدل.

د سوېلي افریقا تېز بالر مورنې مورکل په زړه پورې بالنګ وکړ او د استرالیا ۵ مهم لوبغاړي یې یوازې د ۲۱ منډو په بدل کې وسوځول.

بل تېز بالر ډېل سټین هم ښه توپ اچونه وکړه او د ۳۵ منډو په بدل کې یې د استرالیا ۳ لوبغاړي ستانه کړل.

د استرالیا له خوا په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې د ال رونډر میچل مارش ۶۷ منډې وې چې د پر ۸۸ توپونو وکړې.

پای کې د استرالیا ټوله لوبډله په ۴۲م اوور کې یوازې پر ۱۵۴ منډو وسوځېده.

خو دغه کوچنی هدف د پرت پر پېچ چې تل یې له تېزو بالرانو سره مرسته کړې، سوېلي افریقا ته ستونزمن ثابت شو.

سوېلي افریقا پر ۶۴ منډو د سر ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو د لوبډلمشر ای بي ډېویلیرز د چټکو ۴۸ منډو په مټ یې په ۲۸م اوور کې هدف تر لاسه کړ.

که څه هم سوېلي افریقا چټکه توپوهنه وکړه خو هدف ته تر رسېدو یې ۷ لوبغاړي سوځېدلي وو.

د استرالیا له خوا جوش هېزلوډ د سوېلي افریقا ۵ لوبغاړي وسوځول.

مورنې مورکل چې د خپل کیریر تر ټولو غوره بالنګ یې نندارې ته وړاندې کړ او ۵ وېکټې یې واخیستې د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.

د سیریز درېیمه لوبه به د نومبر پر ۱۹مه (چارشنبه) د استرالیا په کنبیرا کې کېږي.

ورته مطالب