فوټبال کې افغان نجونو له هنده لويه ماتې وخوړه

Image caption دوه کاله وړاندې هم هند افغانستان ته لويه ماتې ورکړې وه. هغه مهال په نيمه پايلوبو کې هند ١١ صفر بريالى و.

د سويلي اسيا د ښځو په درېيمو فوټبال اتلوليو کې هند افغانستان ته ١٢ صفر ماتې ورکړه او د خپل گروپ اتل شو.

په اسلام اباد کې ترسره کېدونکو دغو لوبو کې د دوشنبې پر ورځ ( د نومبر ١٧) افغان لوبډلې خپله درېيمه لوبه په خورا لوى توپير وبايلله.

هندي لوبغاړې له پيله تر پايه لاس برې وې. هند په اسانۍ دا لوبه ١٢ صفر وگټله.

دوه کاله وړاندې هم هند افغانستان ته لويه ماتې ورکړې وه. هغه مهال په نيمه پايلوبو کې هند ١١ صفر بريالى و.

په سیالۍ کې افغانستان له پيله ښه لوبه ونه کړه.

که څه هم د افغان لوبډلې په کتار کې نهه هغه لوبغاړې وې چې له ايران يا له اروپا او امريکا راغلې وې او باور دا و چې ښه لوبه به وکړي خو داسې ونه شول.

په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې شپږ يو له بنگله دېشه ماتې وخوړه.

او په دويمه لوبه کې مالديپ يو صفر ماتې ورکړه.

هند په اې گروپ کې گټونکى شو.

په بي گروپ کې بيا نيپال او سریلنکا مخته شول او کوربه پاکستان په کې پاتې راغى.

ورته مطالب