د هاشم امله د سلیزې په سر هم استرالیا لوبه وګټله

د انځور حقوق AFP
Image caption هاشم امله پر ۱۱۵ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې خو لوبډله یې له ماتې و نه ژغورله.

د سوېلي افریقا او استرالیا تر منځ د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په درېمه لوبه کې کوربه استرالیا سوېلي افریقا ته پر ۷۳ منډو ماته ورکړه او په سیریز کې ۲-۱ مخکې شو.

سوېلي افریقا د تکړه توپوهونکي هاشم امله د شاندارې سلیزې سربېره دا لوبه په لوی توپیر وبایلله.

پچه د استرالیا لوبډلمشر جورج بیلي وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

د استرالیا د سر دوو لوبغاړو ارون فینچ او ډېوېد وارنر خپلې لوبډلې ته خورا پیاوړې او چټک پیل ورکړ.

دوی په ۲۰م اوور کې ټولټال ۱۱۸ منډې جوړې کړې وې. فینچ سلیزه ووهله.

فینچ پر ۱۰۹ منډو چې ۳ شپږیزې او ۹ څلوریزې په کې شاملې وې وسوځېد او وارنر پر ۵۰ توپونو ۵۳ منډې وکړې.

د استرالیا پاتې لوبغاړو هم ښه لوبه وکړه او د سر لوبغاړو پیاوړی پیل یې وساته.

شېن واټسن ۴۰ او ځوان لوبغاړي سټیفن سمیت پر ۵۵ توپونو چټکې ۷۷ منډې وکړې.

دغه راز استرالیا سوېلي افریقا ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ګټې لپاره د ۳۲۹ منډو ستر هدف وټاکه.

استرالیا په خپل کور کې هېڅکله تر ۳۰۰ د ډېرو منډو د هدف په دفاع کې پاتې نه و راغلی ځکه نو له پیله فشار پر سوېلي افریقا و.

د سوېلي افریقا تکړه او تجربه لرونکو بالرانو نن ډېرې منډې ورکړې. مورنې مورکل په ۱۰ اورونو کې ۸۴ او ورنن فیلندر ۷۰ منډې ورکړې.

په ځواب کې د سوېلي افریقا د سر دوو لوبغاړو هاشم امله او کوینټن ډیکاک هم ډېر ښه پیل درلود.

دوی د سوېلي افریقا منډې په ۱۹م اوور کې ۱۰۸ ته رسولې وې چې دغه مهال ډیکاک پر ۴۷ منډو وسوځېد.

له ډیکاک وروسته فف ډوپلیسس او روساو تر ډېره د امله ملګرتیا و نه شوې کولای او سوېلي افریقا پر ۱۴۸ منډو درې لوبغاړي له لاسه ورکړل.

دغه مهال بیټنګ ته د سوېلي افریقا لوبډلمشر او تکړه بیټسمین ای بي ډيویلیرز راغې او خورا چټکه لوبه یې پیل کړه.

نوموړي پر ۳۴ توپونو ۵۲ منډې وکړې او له امله سره یوځای یې د لوبډلې منډې په ۳۸م اوور کې ۲۲۴ ته ورسولې.

خو د ډیویلیرز له سوځېدو وروسته امله هم پر ۱۰۲ منډو وسوځېد او د سوېلي افریقا پاتې لوبغاړو ډېر مقاومت و نه شو کړای، ټوله لوبډله پر ۲۵۶ منډو وسوځېده.

د استرالیا له خوا میچل سټارک ۴ او جاش هېځلووډ ۳ وېکټې واخیستې.

دغه راز سوېلي افریقا درېیمه لوبه پر ۷۳ وبایلله او که په څلورمه لوبه کې هم مات شي نو سیریز به استرالیا ګټلی وي.

د سیریز څلورمه لوبه به د جمعې پر ورځ (نومبر ۲۱مه) د میلبورن په لوبغالي کې تر سره شي.

ورته مطالب