افغان بايسکل ځغلولو ټیم د سیالیو په موخه پاکستان ته روان شو

د انځور حقوق AFP
Image caption دوه بايسکل ځغلوونکې نجونې هم په پلاوي کې ګډون لري

د افغانستان د بايسکل ځغلولو ۱۲کسيز ټيم د يوې ورځنۍ سيالۍ لپاره نن له کابل نه د پاکستان لاهور ښار ته روان شوی. د افغانستان د بايسکل ځغلولو فدراسيون مشر محمد صادق صادقي په وینا، په دغه لوبډله کې ټول نارينه بايسکل ځغلوونکي برخه لري. دی وايي، دوه بايسکل ځغلوونکې نجونې هم په پلاوي کې ګډون لري، ترڅو په عملي ډول دغه لوبې وويني او تجربه ترلاسه کړي. بايسکل ځغلوونکي به په لومړي پړاو کې له پلازمېنې کابل نه تر ننګرهار پورې ۱۵۰ کيلومتره خپلمنځي سيالي وکړي او بيا به په پاکستان کې د سياليو لپاره لاهور ته ولاړ شي.

د افغانستان د بايسکل ځغلولو فدراسيون مشر محمد صادق صادقي وايي، له پاکستان سره د سيالۍ هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو غوړېدل او د شارجې سياليو لپاره چې لس ورځې وروسته ترسره کېږي د لوبډلې چمتو کول دي.

نوموړی وايي:"ټاکل شوې نن يو ۱۲ کسيز ټيم له کابل نه د پاکستان د لاهور ښار په نيت روان شي. په دغه لوبډله کې لس بايسکل ځغلوونکي په دوو ټيمونو کې د پاکستان له اتو ټيمونو سره سيالۍ کې برخه واخلي".

د صادقي په وینا، لس بایسکل ځغلوونکي به په دوو ډلو سره وویشل شي او د پاکستان له اتو بایسکل ځغلونکو ډلو یا ټیمونو سره به د پاکستان له لاهور ښار نه تر ساهيوال ښار پورې ۱۲۰ کيلومتره فاصله ووهي.

د دغو سياليو موخه د شارجې سياليو لپاره چې د نومبر مياشتې په ۲۷مه د دريو ورځو لپاره ترسره کېږي د هغو غوره شپږ لوبغاړو ټاکل په ګوته شوي چې په دغو سیالیو کې به برخه اخلي.

د افغانستان د فدراسیون د چارواکو په وینا، د افغانستان لوبډله به پاکستان کې يوه ورځ سيالي وکړي خو په ټوليز ډول به دغلته پنځه ورځې تېرې کړي او يو لړ تمرينونه به هم تر سره کړي.

ورته مطالب