له کرېکټه خطر بحث پارولی

د انځور حقوق Getty
Image caption کرېکټ یوه لوبه ده او د داسې لوبو شمېر ډېر کم دی چې لوبغاړو ته هېڅ راز خطر و نه لري.

د سې شنبې پر ورځ په یوې کورنۍ لوبه کې د استرالیا توپوهونکي فېل هیوز ټپي کېدو د کرېکټ د نړۍ ټولو مینه والو ته ټکان ورکړ.

دغې پېښې یو ځل بیا څرګنده کړه چې په ساعت کې د نږدې ۱۵۰ کیلومتره په سرعت د بالنګ مخې ته درېدل د کرېکټ لوبغاړي له څومره خطر سره مخامخوي.

اوسمهال د کرېکټ ټول لوبغاړي او مینه وال په دې هیله دي او دعا کوي چې د هیوز روغتیايي حالت ښه شي.

د کرېکټ په لوبه کې ۳۵ کال مخکې ژغورونکي خولۍ (هېلمټ) معرفي شوه او له نیکه مرغه ورسره د توپوهونکو د ټپي کېدو پېښې هم بېخي کمې شوې.

د دې تر څنګ د کرېکټ د قوانینو پر بنسټ په هر اوور کې د بالر له خوا د باونسر (راپورته کېدونکي) توپ کولو شمېر محدود شوی دی او لوبڅار هم کولی شي د یوه توپ اچونکي له حده وتلې ګواښونکي بالنګ مخه ونیسي.

خو کرېکټ یوه لوبه ده او د داسې لوبو شمېر ډېر کم دی چې لوبغاړو ته هېڅ راز خطر و نه لري.

باونسر یو قانوني توپ دی او د بالرانو لپاره ډېر ارزښت لري. په کرېکټ کې د باونسر توپ له منځه وړل به تېزو توپ اچونکو لپاره ډېر سخته خبره وي.

یوه چاره چې ډېر ځله له پامه غورځول کېږي دا ده چې د دغه ډول یوې پېښې اغیزه پر بالر څه وي.

یوه شېبه توپ اچونکی هڅه کوي چې په ډېر سرعت او مهارت بالنګ وکړي خو بله شېبه یې مخې ته یو ټپي توپوهونکی پر ځمکه لوېدلی وي.

په ۱۹۷۵ کال کې د یوې ټیسټ لوبې پر مهال د نیوزیلنډ توپوهونکی ایوین چټفیلډ د انګلستان د تېز بالر پیټر لیور په توپ په سر د لګېدو له کبله بې حاله شو او ساه یې نه شوای اخیستی.

چټفیلډ پر پیچ د انګلستان د لوبډلې د روغتیا مسول برنارډ ټامس له لوري وژغورل شو خو دغې پېښې پر پیټر ډېره ژوره اغېزه کړې وه.

د کرېکټ د نړیوالې شورا اوسنی لوبڅار رنجن مدوګالې د سریلنکا او انګلستان الف لوبډلې تر منځ په ۱۹۸۵ کال کې د یوې لوبې پر مهال پر توپ د لګېدو له کبله شونډه پرې شوې وه چې داغ یې اوس هم شته.

په دې ورځو کې د کرېکټ لوبې ډېرې شوې دي نو طبعا پر توپ د بیټسمینانو د لګېدو پېښې هم ورسره زیاتې شوې دي. دا چې توپوهونکی ټپي کېږي یا نه، تر ډېره د بخت خبره ده.

له بده مرغه فېل هیوز د سین اباټ پر توپ د سر پر هغه لاندینۍ برخه لګېدلی چې ژغورونکې خولۍ نه وي پوښلی.

ورته مطالب