افغانستان لومړۍ لوبه له سختې سیالۍ وروسته وبایلله

Image caption د لوبې پچه افغانستان وګټله او د تمې سره سم یې لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ په دوبۍ کې د ۲۰۱۵ کال نړیوال پنځوس اوریز جام د تمریني لوبو په لړ کې د څلورو یو ورځنیو لوبو په لومړۍ لوبه کې افغانستان له سیالې لوبډلې پر ۵ وېکټو ماته وخوړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د تمې سره سم یې لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

له لوبې وړاندې د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړو په ګډه د پکتیکا پېښې کې مړه شویو او د استرالیا توپوهونکي فېل هیوز ته چې په ناڅاپي ډول ومړ دعا وکړه.

که څه هم د عربي اماراتو پیچونه په دوديز ډول توپوهونکو سره د مرستې او ډېرو منډو لپاره مشهورې دي خو افغانانو په ډېر احتیاط لوبه پیل کړه.

دوی په ۱۰ اورونو کې پر یوې وېکټې ۲۷ او په ۲۵ اورونو کې د دوو وېکټو پر سر ۸۶ منډې درلودې.

داسې ښکارېده چې دا د افغان لوبډلې د بیټنګ ستراتېژي وي چې په پیل کې به په احتیاط لوبه کوي، وېکټه به ساتي او د پای په اورونو کې به د چټکې لوبې هڅه کوي.

او تر ځایه افغانان په خپل دغه پلان کې بریالي هم شول ځکه دوی په وروستیو ۱۵ اورونو کې تر ۱۰۰ ډېرې منډې وکړې.

د سر لوبغاړی ځوان عثمان غني په منډو کې وسوځېد. خو نوروز منګل ښه لوبه وکړه او پر ۷۰ توپونو یې ۵۲ منډې جوړې کړې.

بل خوا وېکټ ساتونکي افسر ځاځي ورو لوبه کوله او په ظاهره یې هدف تر پایه درېدل و.

نوموړي پر ۱۰۹ توپونو ۶۰ منډې وکړې خو د نوروز په څېر ده هم خپل ښه پیل پر یوه لوی سکور بدل نه شو کړای.

تر دوی وروسته محمد نبي او اصغر ستانکزي چټکه لوبه وکړه. نبي پر ۳۰ توپونو ۲۸ او اصغر پر ۳۳ توپونو ۴۶ منډې وکړې.

د لوبې پای ته نږدې سمیع الله شینواي هم د یوې شپږېزې او یوې څلوریزې په مټ ۲۵ منډې جوړې کړې.

افغانستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ وېکټو په تاوان ۲۴۸ منډې جوړې کړای شوې.

Image caption د افغانستان له لوري وېکټ ساتونکی افسر ځاځی په یو ورځنیو لوبو کې د لومړي ځل لپاره د لوبېدو چانس تر لاسه کړ.

د عربي متحده اماراتو له لوري کرشنا کراټې ښه بالنګ وکړ او په ۷ اورونو کې یې د ۳۷ منډو په بدل کې ۲ وېکټې واخیستې.

محمد نوید، امجد جاوید او محمد توقیر هم یوه یوه وېکټه تر لاسه کړه.

په ځواب کې د اماراتو لوبډلې توپوهونکو چټک بیټنګ پیل کړ او ۲۳ اورونو کې یې منډې د یوې وېکټې په تاوان ۱۱۷ ته ورسولې.

افغانستان د دوی دوهمه وېکټه ژر د ۱۳۰ په مجموعي منډو تر لاسه کړه.

د اماراتو له لوري د سر دواړه لوبغاړو پیاوړی بیټنګ وکړ. امجد علي پر ۷۹ توپونو ۶۷ او اندري بېرینګر پر ۷۱ توپونو ۵۲ منډې وکړې.

خو تر دې وروسته افغان توپ اچونکو د سیالې لوبډلې پر توپوهونکو فشار ډېر کړ او د دوی د منډو سرعت یې کم کړ.

په ۳۸ اورونو کې د ۱۸۲ په مجموعي منډو افغانستان د اماراتو ۴ لوبغاړي وسوځول.

دغه مهال خرم خان او شیمان انور په بیټنګ کې ښه ملګرتیا وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې په ۴۵م اوور کې ۲۳۲ ته ورسولې.

خرم خان پر ۵۳ منډو محمد نبي وسوځاوه خو شیمان انور تر پایه ودرېد.

دوی د افغانانو له لوري ټاکل شوی د ۲۴۹ منډو هدف په ۴۹م اوور کې تر لاسه کړ.

په دوهمه لوبه کې د ښې سیالۍ لپاره دې ته اړتیا ده چې افغان توپوهونکي نسبتا په چټک ډول لوبه وکړي او له ښه پیل وروسته د سلیزې یا ډېرو منډو هڅه وکړي.

د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه به د یکشنبې پر ورځ (د نومبر ۳۰مه) د دوبۍ په لوبغالي کې کېږي.

ورته مطالب