د لوبغاړو مړینه ولې خلک ډېر دردوي؟

د انځور حقوق Getty
Image caption په سډني کې د هیوز ډاکټرانو لا له وړاندې د لږ چانس اشاره ورکړې وه خو خلک بیا هم هیله من وو.

د زلمو مړینه هر ورځ پېښېږي، کله په ترافیکي پېښو کې، کله د جګړې په ډګر کې او کله هم د سرطان د ناروغۍ له کبله.

د لوبو د ډګر مړینې ورته غم لري خو اغېزه یې هم په نړیواله کچه حس کېږي او هم تر نورو مړینو ډېر ټکان ورکونکې وي.

نومیالي لوبغاړي زموږ د ژوند حقیقي اتلان دي چې د عادي خلکو له وسه وتلې حیرانونکې لوبې کولی شي. د لوبې پر مهال دا لوبغاړي داسې ښکاري چې ګواکې هېڅ بیولوژیکي محدویت نه لري.

د دغه ډول لوبغاړو د لوبې په لیدو سره موږ ځان د حقیقي نړۍ له ستونزو لرې احساسوو. لوبې زموږ لپاره د ژوند د بې وفایۍ، تیاره اړخ او ترخو حقیقتونو نه د تېښتې لاره شي.

لوبه زموږ لپاره په داسې یوه ډګر بدله شي چېرته چې خبره د سیالیو او د سترو بریاوو وي او چېرته چې لوبغاړي بیا بیا خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د لوبو د نړۍ غمیزې او ناکامۍ حقیقي نه دي، که څه هم له لوبو سره د ډېرې مینې له کبله یې موږ د یو څه مودې لپاره حقیقي ګڼو.

خو کله چې دغه خیال له منځه ولاړ شي، په لوبه کې د مړینې پېښه را منځ ته شي، لکه د استرالیايي توپوهونکي فېلیپ هیوز مړینه، نو منل او زغمل یې ډېر ستونزمن وي.

موږ په دې پوهېږو چې لوبې خطر لري، که هغه د نږدې ۱۶۰ کیلومتره په سرعت بالنګ ته په وار وار سر ښکته کولو په بڼه کې وي یا د موټر ځغاستو په لوبه کې په چټکۍ موټر ځغلول په حالت کې.

په یو حساب له دغو خطرونو سربېره د لوبغاړو ځلېدل زموږ د ستاینو لامل کېږي. ځکه نو په لوبه کې د هیوز د مړینې پشان پېښې درکول یا منل ډېر ګران کار دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د هیوز د توپوهنې د لست وروستۍ شمېره به د تل لپاره ۶۳ ناسوځېدلې منډې وي.

لوبغاړي د دوی وړتیاو ته په پام سره زموږ په نظر کې له خطرونو خوندي وي. موږ داسې فکر کوو چې ګواکې لوبغاړي، په ځانګړي ډول تکړه لوبغاړي، له هر مشکل او خطر څخه ځان ژغورلی شي.

د دغه ډول لوبغاړو په مړینه موږ غم څرګندوو او ځان یې له کورنیو سره په غم کې شریک بولو. لامل یې دا دی چې د نورو عادي خلکو د ژوند په پرتله د لوبغاړو ژوند د کمیت له پلوه ټولو ته مالوم وي.

دا چې دوی څومره ځغاستلوبې ګټلې، څومره ګولونه کړي یا څو وېکټې اخیستې دي، موږ ته څرګندوي چې دوی څه لاسته راوړنې لري او که مړه شوي نه وای څومره نورې لاسته راوړنې یې درلودای شوای.

د دوی ناڅاپي مړینه یو ډول د وارخطايی حالت را منځ ته کوي. د هیوز د توپوهنې د لست وروستۍ شمېره به د تل لپاره ۶۳ ناسوځېدلې منډې وي، ښایسته پیل، خو لا یې کافي منډې نه شو بللی.

د ډېرو نورو لوبو په څېر په کرېکټ کې هم ډېر ځله لوبغاړي په حیرانونکي ډول ځانونه د ناکامۍ له حالته بریا ته وباسي.

هیوز هم په وروستیو کې دغسې یو حالت ته ځان رسولی و چې په مټ یې دی ډېر مشهور شو. نوموړي د وروستي توپوهونکي اشټن ایګر سره د انګلستان پر وړاندې بیټنګ کې ۸۱ منډې وکړې. په ۲۰۱۳ کال کې د وروستۍ وېکټې دغې ملګرتیا استرالیا یوې حیرانونکې بریا ته نږدې کړې وه. داسې بریا چې ښايي استرالیا ویلي وای موږ بایللې لوبه وګټله.

داسې اتله او پیاوړې لوبه موږ دې ته اړ باسي چې په حقیقي ژوند کې هم له لوبغاړو نه د اتلولۍ تمه وکړو. دا لوبغاړي مبارزین دي، له ننګونو او خطرونو سره بلد دي، او د نه منلو او حیرانونکي کارونه کولی شي.

نو کله چې هیوز پر بال له لګېدو وروسته پر ځمکه را ولوېد، خلک خپه و خو دا هیله یې هم درلوده چې نوموړی به ژر را ویښ او روغ شي.

په تېر کې هم ډېر ځله لوبغاړي له خطرناکو پېښو ژوندي را وتلي. د بېلګې په ډول د موټر د ځغاستلوبو اتل مایکل شوماخېر له یوې سختې ترافیکي پېښې وروسته، که څه هم په کوما کې تللی و، د درملنې او جراحي عملیاتو په مټ بېرته ورو ورو د رغېدو په حالت کې دی.

په سډني کې د هیوز ډاکټرانو لا له وړاندې د لږ چانس اشاره ورکړې وه خو خلک بیا هم هیله من وو.

ورته مطالب