د منګل سلیزې هم افغانستان له ماتې و نه ژغوره

Image caption منګل پر ۱۲۳ توپونو د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ شانداره ۱۲۹ منډې وکړې.

افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ په دوبۍ کې د څلورو یو ورځنیو لوبو په دوهمه لوبه کې افغانستان د نوروز منګل په زړه پورې سلیزې سربېره پر ۶ وېکټو ماته وخوړه.

منګل پر ۱۲۳ توپونو د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ شانداره ۱۲۹ منډې وکړې خو بالرانو د ۲۸۰ منډو ستر هدف دفاع و نه شوای کړای.

نن د لوبې پچه د عربي متحده اماراتو لوبډلمشر خرم خان وګټله او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه.

خان ښايي په لومړۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې د پیاوړي بیټنګ په پام کې نیولو سره ډاډه و چې افغانستان هر څومره هدف ورته وټاکي، دوی به یې پوره کړي.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان پیاوړی او تجربه لرونکی تېز بالر حمید حسن هم د لوبېدو جوګه شو.

د دې تر څنګ د نن په لوبه کې لوبډلمشر محمد نبي په بیټنګ کې خپلې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

نوموړی لومړی افغان توپوهونکی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې د ۱۰۰۰ منډو کولو ویاړ تر لاسه کوي.

په بیټنګ کې د افغانستان پیل ښه نه و او د ۱۱ منډو په مجموعي سکور یې په څلورم اوور کې یې د سر ځوان لوبغاړی عثمان غني پر ۷ منډو وسوځېد.

خو پر دوهمه وېکټه بل ځوان لوبغاړي او وېکټ ساتونکي افسر ځاځي او نوروز منګل پیاوړی بیټنګ وکړ.

دواړو په ملګرتیا کې ۱۰۳ منډې وکړې. افسر په ظاهره د ورو بیټنګ مسولیت درلود. ده پر ۸۳ توپونو ۵۱ منډې وکړې.

د پرون په لوبه کې، چې افغانستان پر ۵ وېکټو وبایلله، لږو ۲۴۸ منډو ته په پام سره نن افغان لوبډلې په پرتلیز ډول تېزه لوبه وکړه.

د افسر له سوځېدو وروسته محمد نبي او اصغر ستانکزی هم ژر ژر وسوځېدل.

Image caption په نننۍ لوبه کې د افغانستان پیاوړی او تجربه لرونکی تېز بالر حمید حسن هم د لوبېدو جوګه شو.

پاټې لوبغاړو سمیع الله شینوراي ۲۵، ګلبدین نایب او میرویس اشرف چټکې ۲۰، ۲۰ منډې وکړې.

خو نورو منګل تر پایه ودرېد او له نورو لوبغاړو سره په ګډه یې د افغانستان منډې په ۵۰ اورونو کې ۲۸۰ ته ورسولې.

د اماراتو له لوري کرشنا کراټې ۳ او منجولا کوروګي ۲ وېکټې واخیستې.

په ځواب کې افغان بالرانو په توپ اچونه کې ښه پیل درلود او پر ۱۲ منډو یې حمید حسن د سر لوبغاړی اندرې برېنګر وسوځاوه.

دوهمه وېکټه د تجربه لرونکي بیټسمین امجد علي وه چې دولت ځدران د ۳۲ منډو په مجموعي سکور تر لاسه کړه.

خو تر دې وروسته د اماراتو لوبغاړو محمد شهزاد او خرم خان مقاومت پیل کړ او د خپلې لوبډلې منډې یې په ۲۵ اوور کې ۱۳۹ ته ورسولې.

حمید حسن له لومړۍ وېکټې وروسته په بالنګ کې دومره ښه و نه ځلېد او په ۸ اورونو کې یې ۶۴ منډې ورکړې. دغه راز میرویس اشرف هم په ۷،۲ اورونو کې ۵۴ منډې ورکړې.

د اماراتو ۳ وېکټه په ۳۳ اوور کې د ۱۹۲ په مجموعي سکور دولت ځدران هغه مهال واخیسته چې محمد شهزاد یې پر ۷۹ منډو وسوځاوه.

څلورمه وېکټه یې هم ژر وغورځېده او محمد نبي د اماراتو توپوهونکي شیمان انور په ۱۰ منډو وسوځاوه. دغه مهال د دوی منډې ۲۰۶ وې.

خو د اماراتو لوبډلمشر خرم خان او بل تکړه بیټسمین ثاقب علي تر پایه ودرېدل.

خرم خان چټکه سلیزه ووهله او خپله لوبډله یې په ۴۹م اوور کې پر ۶ وېکټو بریالۍ کړه.

د لوبو د لړۍ درېیمه هغه به د سې شنبې پر ورځ (دسمبر ۲) کېږي.

ورته مطالب