نیوزیلنډ دریم ټیسټ کې پاکستان ته لویه ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption ویلیمسن له غبرګې سلیزې یوازې ۸ منډې وروسته وسوځېد او پر ۲۴۴ توپونو یې ۱۹۲ منډې وکړې.

پاکستان او نیوزیلنډ تر منځ په متحده عربي اماراتو کې د دریو ټیسټ لوبو د لړۍ په درېیمه لوبه کې نیوزیلنډ د لوبې پر څلورمه ورځ پاکستان ته د یو اننګز (یو ځل بیټنګ) او ۸۰ منډو ستره ماته ورکړه.

په دې ترتیب نیوزیلنډ د پاکستان پر وړاندې د ټیسټ لوبو دغه لړۍ ۱-۱ برابره کړه. لومړی ټیسټ پاکستان ګټلی و او دوهم برابر (ډرا) شوی و.

پرون د درېیمې ورځې د لوبې تر پایه نیوزیلنډ ۶۳۷ منډې کړې وې او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي و. دوی له پاکستان نه دا مهال ۲۸۶ منډې مخکې وو.

یاده دې وي چې پاکستان په خپل لومړي ځل بیټنګ کې یوازې ۳۵۱ منډې کړې وې.

نن په څلورمه ورځ د نیوزیلنډ لوبغاړي د استرالیا د توپوهونکي فېلېپ هیوز د ناڅاپي مړینې له کبله ډېر احساساتي وو.

نیوزیلنډ په ټولو ۱۰ لوبغاړو ۶۹۰ منډې وکړې او له پاکستان نه ۳۳۹ منډې مخکې شول.

د منډو دومره ستر توپیر ته په پام سره پاکستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ و او لا له وړاندې له یوې لویې ماتې سره مخامخ ول.

د نیوزیلنډ له لوري لوبډلمشر برینډن مککلم په زړه پورې غبرګه سلیزه ووهله او یوازې پر ۱۸۸ توپونو یې د ۱۱ شپږیزو او ۲۱ څلوریزو په مټ ۲۰۲ منډې وکړې.

د مککلم چټکې او زړه ورې لوبې د پاکستان ټول بالران نهیلي او ستړي کړل.

نوموړي دومره چټکه لوبه وکړه چې د پاکستان د بریا چانس یې نږدې صفر کړ او تر څنګ یې د خپلې لوبډلې د ګټې چانسونه روښانه کړل.

د ده تر څنګ د لوبډلې ځوان بیټسمین کېن ویلیمسن له غبرګې سلیزې یوازې ۸ منډې وروسته وسوځېد او پر ۲۴۴ توپونو یې ۱۹۲ منډې وکړې.

د انځور حقوق Getty
Image caption نن په څلورمه ورځ د نیوزیلنډ لوبغاړي د استرالیا د توپوهونکي فېلېپ هیوز د ناڅاپي مړینې له کبله ډېر احساساتي وو.

راس ټېلر، کوري انډرسن، مارک کریګ او ټېم ساوتي هم پنځوسیزې وکړې او د نیوزیلنډ په سترو ۶۹۰ منډو کې یې خپل رول ولوباوه.

د پاکستان له لوري راحت علي په ۹۹ منډو ۴ او یاسر د ۱۹۳ منډو په بدل کې ۴ وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د پاکستان توپوهونکو د نیوزیلنډ له خوا د غر په څېر د منډو د تعقیب دنده درلوده ځکه دوی له سیالې لوبډلې یو اننګز او ۳۳۹ منډې شاته ول.

د پاکستان بیټسمینان د دومره ستونزمن هدف او خپلې ستړیا ځواب و نه شو ویلی او له پیله له مشکلاتو سره مخامخ شول.

دوی یوازې پر ۶۳ منډو ۵ وېکټې له لاسه ورکړې، یونس خان په لومړي توپ په صفر، شان مسعود پر ۴ او اظهر علي پر ۶ منډو وسوځېدل.

اسد شفیق او سرفراز احمد یو څه مقاومت وکړ خو پاکستان تر ۱۴۶ منډو ۷ وېکټې له لاسه ورکړې.

د نیوزیلنډ له خوا ټرېنټ بولټ ۴ ، مارک کریګ ۳ او ایش سودهي ۲ وېکټې واخیستې.

د پاکستان ټوله لوبډله پر ۲۵۹ منډو وسوځېده چې تر ټولو ډېرې په کې د اسد شفیق ۱۳۷ منډې وې.

دغه راز پاکستان دغه ټیسټ لوبه نیوزیلنډ ته د یو اننګز او ۸۰ منډو په ستر توپیر وبایلله.