افغانستان په وروستي اوور کې لوبه وګټله

Image caption میرویس اشرف ناسوځېدلې ۵۲ منډې وکړې او د اماراتو له خوا ټاکل شوی د ۲۷۴ منډو هدف یې د وورستي اوور په څلورم توپ تر لاسه کړ.

افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ په دوبۍ کې د څلورو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په درېیمه لوبه کې افغانستان سیالې لوبډلې ته په وروستي اوور کې ماته ورکړه.

میرویس اشرف ناسوځېدلې ۵۲ منډې وکړې او د اماراتو له خوا ټاکل شوی د ۲۷۴ منډو هدف یې د وورستي اوور په څلورم توپ تر لاسه کړ.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او تېرو دوو میچونو کې د توپوهونکو له خوا د ټاکلو شویو هدفونو په دفاع کې د بالرانو پاتې راتلو ته په پام سره یې دا ځل لومړی د بالنګ پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې نن په ټیم کې څلور بدلونونه راوستي وو. په بیټنګ کې د عثمان غني پر ځای جاوید احمدي او په الرونډرانو کې د ګلبدین نایب پر ځای شفیق الله شفق لوبېدلي وو.

او په بالنګ کې د حمید حسن او شرف الدین شرف پر ځای شاهپور ځدران او ځوان تېز بالر فرید ملک ته چانس ورکړل شوی و.

د اماراتو توپوهونکو له پیله تر پایه ښه لوبه وکړه او نږدې هر بیټسمین یې د ۲۷۳ مجموعي منډو په لاسته راوړلو کې خپل رول ولوباوه.

دوی په ۲۰ اورونو کې د ۲ وېکټو پر سر ۱۰۴ منډې او بیا په ۴۴ اورونو کې پر ۴ وېکټو ۲۲۱ منډې کړې وې.

د سر لوبغاړو امجد علي پر ۵۶ توپونو ۴۷ او اندرې برېنګر پر ۴۵ توپونو ۲۷ منډې وکړې.

خو تر ټولو ډېرې په کې د اماراتو لوبډلمشر خرم خان ناسوځېدلې ۸۵ او محمد شهزاد ۶۲ منډې وې.

په بالنګ کې د افغانستان له خوا دولت ځدران ۲ او میرویس اشرف، جاوید احمدي او سمیع الله شینواري یوه یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د افغانستان د سر لوبغاړو په ځانګړې ډول ټیم ته نوي راغلي جاوید احمدي چټکه لوبه پیل کړه.

نوموړي یوه شپږیزه او ۱۱ څلوریزې ووهلې او پر ۴۶ توپونو یې ۶۷ منډې وکړې.

د احمدي د چټکې لوبې په مټ افغانستان ۱۳ اورونو کې پر ۲ وېکټو ۹۱ منډې جوړې کړې وې او داسې ښکارېده چې د ۲۷۴ منډو په تعقیب کې به له ډېرو ستونزو سره مخامخ نه شي.

خو د افغانستان پاتې څلور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل او لوبه بېرته هغه مهال د اماراتو په ګټه شوه چې افغانستان په ۳۳ اورونو کې د ۶ وېکټو پر سر ۱۶۹ منډې کړې وې.

په دغه موده کې افسر ځاځی په ۱۴، اصغر ستانکزی په ۹، محمد نبي په ۲۶ او سمیع الله شینواری په ۱۹ منډو وسوځېدل.

داسې ستونزمن وخت کې شفیق الله شفق او میرویس اشرف بیټنګ ته لاسونه یو کړل او په ګډه یې د افغانستان منډې په ۴۲ اوور کې ۲۱۹ ته رسولې وې چې شفیق الله په ۳۹ منډو وسوځېد.

اوس ملي لوبډلې بریا ته په ۴۲ توپونو ۴۶ منډو ته اړتیا درلوده او ۳ وېکټې یې درلودې.

میرویس تر پایه ودرېد، ۴۶ منډې یې وکړې او افغانستان یې د وروستي اوور په څلورم توپ بریالی کړ.

ورته مطالب