افغانستان د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۱-۳ وبایلله

Image caption ملي لوبډله چې د نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی نیسي، د لوبو د لړۍ دغه پایله ورته نهیلې کونکې ده.

افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د څلورو یو ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه افغانستان په ۳۰ منډو وبایلله او دغه راز سیریز ۳-۱ د اماراتو په ګټه پای ته ورسېد.

لومړۍ او دوهمه لوبه اماراتو او درېیمه لوبه افغانستان ګټلې وه.

ملي لوبډله چې د نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی نیسي، د لوبو د لړۍ دغه پایله ورته نهیلې کونکې ده.

افغان بالرانو نسبتا ښه توپ اچونه وکړه او د متحده عربي اماراتو لوبډله یې ۲۵۸ منډو ته محدوده کړه خو توپ اچونکي د هدف لاسته راوړلو کې پاتې راغلل.

د اماراتو لوبډلې ۲۵۸ منډې په څلورو لوبو کې دوهم تر ټولو کمې وې.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د درېیمې لوبې په شان یې دا ځل هم لومړی د بالنګ پرېکړه وکړه.

درېیمې لوبې کې افغان توپ وهونکو په ډېرو مشکلاتو د اماراتو ۲۷۴ منډې پوره کړې وې.

د نن ورځې لوبې لپاره تجربه لرونکی تېز بالر حمید حسن لوبډلې ته بیا غوره کړای شو او دا ځل نوموړي خپل ټیم نهیلی نه کړ.

حمید د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او په لسو اورونو کې یې یوازې ۴۵ منډې ورکړې.

دا لومړی ځل و چې حمید په یوه یو ورځنۍ لوبه کې ۵ وېکټې واخیستې. تر ده مخکې یوازې یو بل بالر ورو توپ اچونکي رحمت شاه دغه ویاړ تر لاسه کړی دی.

افغان بالرانو له پیله ښه بالنګ وکړ، پر ۱۷ منډو یې د اماراتو لومړۍ او پر ۵۱ منډو دوهمه وېکټه واخیسته.

وروسته بیا اماراتو پر ۵ وېکټو په ۳۲ اوور کې ۱۴۴ منډې کړې وې او داسې تمه وه چې افغانان به دوی له ۲۵۰ نه هم کمو منډو ته را ټینګ کړي.

خو د پای لوبغاړو چټکې لوبې د اماراتو منډې ۲۵۸ ته ورسولې.

له حمید پرته، محمد نبي ۲ وېکټې واخیستې خو په ۱۰ اورونو کې یې ۶۲ منډې ورکړې. دغه راز دولت ځدران هم ډېرې ۷۰ منډې ورکړې او ۱ وېکټه یې واخیسته.

په ځواب کې افغانانو له پیله تر پایه شېبه په شېبه وېکټې له لاسه ورکولې او په بیټنګ کې د پام وړ هېڅ ملګرتیا و نه لیدل شوه.

ملي لوبډلې لومړۍ وېکټه په ۷ منډو، دوهمه په ۶۲ او درېیمه په ۷۵ منډو له لاسه ورکړه. سلیزه خو لرې خبره وه، یو لوبغاړي هم پنځوسیزه پوره نه کړه.

وروسته یې بیا پر ۱۴۶ منډو ۶ او ۲۰۰ منډو ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

تر ټولو ډېرې په کې د نوروز منګل ۴۸ او اصغر ستانکزي ۴۱ منډې وې. افسر ځاځی او سمیع الله شنیواری پر یوه یوه منډه او محمد نبي پر ۲۳ منډو وسوځېدل.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۴۹،۳ اورونو کې پر ۲۲۸ منډو وسوځېده او لوبه یې اماراتو ته پر ۳۰ منډو او سیریز یې د ۱-۳ توپیر سره وبایله.