د انګلستان پرېميرليګ کې د چلسي، ارسنال ماته او د مان سيټي بری

د انځور حقوق AFP

د انګلستان پرېميرليګ کې د شنبې پر ورځ اووه لوبې وشوې، چې د ځېنې لپاره يې څه ډارماټيکې پايلې لرلې.

د پرېميرليګ جدول د سر لوبډلې چلسي په سږنی لوبيز موسم کې د نيوکاسل په لاس په ۱-۲ پايلې خپله لومړۍ ماته وخوړه.

لوبه په نيوکاسل کې کېده چې د کوربه لوبډلې سيسې په کې په ۵۷ مه او ۷۸ مه دقيقه کې ګولونه وکړل، خو د چلسي عاجي لوبغاړي ډروګوبا هم په ۸۳ دقيقه کې خپلې لوبډلې په ګټه ګول وکړ.

په دې لوبې سره چلسي لپاره له کومې ماتې پرته د ۲۳ لوبو لړۍ پای ته ورسېده، خو لا اوس هم په ۳۶ پواينټونو د پرېمير ليک نوملړ په سر کې دي.

د شنبې بله لوبه چې د ځينې فوتبال مینه والو احساسات به ورسره ګرم او تاوده وو، د ارسنال او سټوک ترمنځ وه، چې په ۳-۲ پايلې د سټوک په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبې تر لومړۍ نيمې سټوک ۳-۰ مخکې و، خو په دوهمه نيمه کې ارسنال د خپل ځان په سمولو وتوانېد، او دوه ګولونه يې وکړل.

د ارسنال کالم چمبرز ته په دوهم ځل ژېړ کارت وروښولو، سره يې ځواک ۱۰ لوبغاړو ته راټيټ شو، او تر پايه ونه توانېد چې پايله پر خپله ګټه واړوي.

د شنبې نورو لوبو کې لیورپول د سنډرلنډ پر وړاندې په ۰-۰ لوبې برابرولو سږني موسم کې لا خپل لوبيز سېک نه دی ترلاسه کړی.

د هل او وېسټ بروم، او هم د ټوټنام او کرېسټل پلېس لوبې هم په ۰-۰ بې ګوله پای ته ورسېدې، په داسې حال کې چې کوينز پارک رنجرز بيا برونلي ته ۲-۰ ماته ورکړه.

د شنبې بله لوبه د مانچسټر سټي او اېورټن ترمنځ وه، چې د سيټي په ګټه ۱-۰ پای ته ورسېده.

مانچسټر سيټي اوس په ۳۳ پواينټونو لا د پرېميرليګ نوملړ دوهم ځای کې دی او په دريو پواينټونو د سرلوبډلې چلسي ته لا نور هم ورلنډ شوی دی.

د يکشنبې پر ورځ به وېسټ هام د سوانزي، او اسټن وېلا د ليسټر پر وړاندې لوبېږي، په داسې حال کې چې سوتهمپټن به بيا د دوشنبې پر ورځ د مانچسټر یونايټېډ پر وړاندې بخت ازمويي.