د سریلنکا توپوهونکو د ۲۶۶ منډو هدف تر لاسه کړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کمار سنګاکارا پر ۱۰۵ توپونو ۸۶ منډې وکړې او د سریلنکا په بریالیتوب کې یې مهم رول ولوباوه.

انګلستان او سریلنکا تر منځ د اوو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په څلورمه لوبه کې کوربه سریلنکا د کولمبو په لوبغالي کې د تجربه لرونکي توپوهونکو سنګاکارا او میتیوز د ښه بیټنګ په مټ انګلستان ته پر ۶ وېکټو ماته ورکړه.

سریلنکا د ۵۰م اوور پر څلورم توپ هدف ته ځان ورساوه او په سیریز کې یې د ۳-۱ برلاسی خپل کړ.

د لوبې پچه د انګلستان موقتي لوبډلمشر ایون مورګن وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

یاده دي وي چې د انګلستان ټاکل شوی لوبډلمشر الیسټر کوک په تېره لوبه کې د بالرانو له خوا په ځنډ توپ اچونې له کبله د جریمې په توګه په نننۍ لوبه کې د لوبېدو حق له لاسه ورکړی و.

په دې لوبه کې انګلستان خپل ځوان او با استعداده توپوهونکي جیمز ټېلر ته د لوبېدو چانس ورکړ او ده هم لوبډله نهیلې نه کړه.

نوموړی له سلیزې یوازې ۱۰ منډې شاته و چې پر ۱۰۹ توپونو د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ پر ۹۰ منډو وسوځېد.

انګلستان که څه هم ښه پیل نه درلود او پر ۲۹ منډو یې د سر دواړه لوبغاړي معین علي او الیکس هیلز له لاسه ورکړي وو خو ټېلر او جو رووټ ښه ملګرتیا وکړه.

رووټ پر ۳۶ منډو او ورپسې بوپارا پر ۲۲ منډو وسوځېد، دغه مهال د انګلستان منډې په ۳۵ اورونو کې پر ۵ وېکټو ۱۷۳ وې.

پای کې د لوبډلمشر مورګن د چټکو ۶۲ منډو چې ۳ شپږیزې او ۴ څلوریزې په کې شاملې وې، په مټ انګلستان خپلې منډې په ۵۰ اورونو کې ۲۶۵ ته ورسولې.

د سریلنکا له لوري ورو توپ اچونکي رنګانا هېرات په ۱۰ اورونو کې د ۳۶ منډو په بدل کې ۳ وېکټې واخیستې.

د ده تر څنګ دوو نورو ورو توپ اچونکو اجنتا مینډس او دېلشان هم ۳، ۳ کسان وسوځول خو دواړو په ترتیب سره ۵۶ او ۶۴ ډېرې منډې ورکړې.

په ځواب کې د سریلنکا پیل هم پیاوړی نه و او دوه لوبغاړي یې پر ۶۹ منډو له لاسه ورکړل خو دوه تجربه لرونکو توپوهونکو سنګاکار او مهېله جای وردنې ښه ملګرتیا وکړه او لوبډله یې په لوبه کې برلاسې کړه.

دواړو په ګډه د سریلنکا منډې په ۳۲م اوور کې ۱۶۵ ته رسولې وې چې مهیله پر ۴۴ منډو وسوځېد.

یو مهال سریلنکا په ۴۲م اوور کې ۲۱۴ منډې درلودې او ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او داسې ښکارېده چې په اسانۍ سره به هدف تر لاسه کړي.

دغه وخت سنګاکارا پر ۸۶ منډو وسوځېد او په لوبه کې یې انګلستان ته د ګټې یو څه چانس ورکړ.

خو په پای کې د لوبډلمشر متیوز د پنځوسیزې په مټ سریلنکا ټاکل شوی هدف په ۵۰م کې تر لاسه کړ او سیریز کې ۳-۱ مخکې شول.

د سیریز پنځمه لوبه به د دسمبر پر ۱۰مه (چارشنبه) د پله کېلې په لوبغالي کې کېږي.