د رووټ سلیزې د سریلنکا کښتۍ ډوبه کړه

Image caption جو رووټ په ۱۱۷ توپونو ۱۰۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

سریلنکا او انګلستان تر منځ د پلکېلې لوبغالي کې د اوو یو ورځنیو لوبو پنځمه لوبه کې انګلستان سریلنکا ته د ځوان توپوهونکي جو رووټ د سلیزې په مټ په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

کوربه سریلنکا انګلستان ته د ګټې لپاره د ۲۴۰ منډو هدف ټاکلی و چې انګلستان په ۵۰م اوور کې پوره کړ.

لوبه پرون پیل شوې وه خو د سریلنکا له بیټنګ وروسته باران پیل شو او د انګلستان لوبډلې بیټنګ نن ورځې ته وځنډول شو.

پرون پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه.

کریس ووکس د ۴۷ منډو په بدل کې ۶ وېکټې واخیستې او د سریلنکا ټوله لوبډله په ۴۹ اورونو کې پر ۲۳۹ منډو وسوځېده.

د سریلنکا له لوري تجربه لرونکي بیټسمین کومار سنګاکارا تر ټولو ډېرې ۹۱ منډې وکړې.

پر پیچ منډې اخیستل ګران و او سنګاکارا په ډېر صبر او حوصلې بیټنګ کاوه. د غټو شاټونو تر څنګ یې ډېر پام پر یو او دوو منډو و.

سریلنکا یو مهال پر ۵۹ منډو ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو سنګاکارا او لوبډلمشر انجیلو میتیوز د بیټنګ په ملګرتیا کې ۹۵ منډې وکړې او خپله لوبډله یې له ستونزو وژغورله.

انجیلیو میتوز په ۴۰ منډو وسوځېد.

په لوبه کې انګلستان له ورو بالرانو هم ښه کار واخیست او پر معین علي او جو رووټ چې تر ډېره بیټنګ کوي، یې ۱۵ اورونه وکړل.

په بیټنګ کې د انګلستان پیل ښه نه و او پر ۳۵ منډو یې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

دغه مهال جیمز ټېلر او جو روټ ښه ملګرتیا وکړه، په ګډه یې ۱۰۱ منډې وکړې او د لوبډلې منډې یې په ۲۹م اوور کې ۱۳۹ ته ورسولې.

ټېلر پر ۹۰ توپونو ۶۸ منډې کړې وې چې وسوځېد خو رووټ تر پایه ودرېد.

له ټېلر وروسته رووټ سره روي بوپارا ملګرتیا وکړه خو هغه هم پای ته نږدې وسوځېد.

پای کې رووټ سلیزه ووهله او انګلستان ټاکل شوی هدف د ۵۰م اوور پر لومړي توپ تر لاسه کړ.

له دې بریا سره انګلستان اوس هم د لوبو په لړۍ کې ۳-۲ شاته دی او که غواړي سیریز خپل کړي نو پاتې دواړه لوبې باید وګټي.

د سیریز شپږمه لوبه هم د پلکېلې په لوبغالي کې د دسمبر پر ۱۳مه (شنبه) تر سره کېږي.