غوره لیګ کې د ارسنال او چیلسي بریاوې

Image caption ارسنال د لوبې له پیله تر پایه پر سیالې لوبډلې برلاسې وه.

د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د شنبې پر ورځ (دسمبر ۱۳مه) اووه سیالۍ وشوې چې پیاوړو لوبډلو ارسنال او چیلسي په کې خپلې لوبې وګټلې.

ارسنال د نیو کاسل پر وړاندې خپله لوبه د ۴-۱ په توپیر وګټله او اوس د جدول د سر څلورو لوبډلو په ډله کې د راتلو لپاره یوازې دوو نورو نمرو ته اړتیا لري.

د نیو کاسل لپاره بیا دا په تېرو څلورو لوبو کې دوهمه ماته وه. ارسنال د لوبې له پیله تر پایه پر سیالې لوبډلې برلاسې وه.

بل خوا چیلسي بیا د هل لوبډلې ته ۲-۰ ماته ورکړه خو لوبه تر ډېره مساوي پر مخ روانه وه او چیلسي لپاره بریا اسانه نه وه.

د دې تر څنګ برنلي د اشلې برنز د یوازینۍ ګول په مټ ساوتمپټن ته ۱-۰ ماته ورکړه او په جدول کې یې ځان د پای درې لوبډلو له ډلې وویست.

ساوتمپټن د ګول کولو او لوبې برابرولو ډېرې هڅې وکړې خو بریالي نه شول.

روزونکي یې رونلډ کویمن وویل: "موږ ډېر چانسونه درلودل، یوه پینلټي مو له لاسه ورکړه او له کبله یې ۱-۰ پاتې راغلو."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ډیاګو کوسټا ګول د غوره لیګ د روان سیزن ۴۰۰م ګول و.

د برنلي لوبډلې روزونکي سین ډیچ ویلي دغه بریا به د ټټنم، لیورپول او مانچیسټر سيټي لوبډلو پر وړاندې له لوبو مخکې د لوبغاړو باور نور هم زیات کړي.

د کریسټل پلیس او سټوک لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو د لوبې له پیل یوازې دوه دقیقې وروسته ګولونه وکړل خو بیا تر پایه بل ګول و نه شو.

هېڅ لوبډلې د ګول بل چانس جوړ نه کړ خو د کریسټل پلیس ګول ساتونکي جولین سپیروني له لومړۍ نیمايي وروسته د یوه کلک شوټ مخه ونیوه.

له دې پایلې سره کریسټل پلیس اوس په تېرو لسو لوبو کې یوازې یوه ګټه لري.

مانچیسټر سیټي د لیسټر پر وړاندې خپله لوبه د ۱-۰ په توپیر وګټله. لیسټر په تېرو ۱۱ لوبو کې هېڅ بریا نه لري.

مانچیسټر سيټي له خوا فرانک لمپارډ ګول وکړ او د جدول د پای لوبډلې لیسټر ته یې ماته ورکړه.

ویسټهم د غوره لیګ لوبو په جدول کې خپل څلورم مقام وساته او سنډرلنډ سره یې خپله لوبه ۱-۱ مساوي کړه.

د لوبې لومړی ګول سنډرلنډ کړی و خو د ویسټهم لوبډلې لوبغاړي ډاوننګ ګول په مټ لوبه برابره شوه.

د منځډګري لوبغاړي کریګ ګارډنر د ګول په مټ ویسټ بروم اسټن وېلا ته ماته ورکړه. ویسټ بروم په تېرو پنځو لوبو کې یوه هم نه وه ګټلې.

ورته مطالب