هېزلوډ او سمیت استرالیا له ستونزو وژغورله

Image caption د استرالیا ځوان تېز بالر جوش هېزلوډ د خپل لوبیز ژوند په لومړۍ لوبه کې د ۶۸ منډو په بدل کې یې ۵ وېکټې واخیستې.

استرالیا او هند تر منځ د څلورو یو ورځنیو ټیسټ لوبو د لړۍ د دوهمې لوبې د دوهمې ورځې تر پایه استرالیا د هند د ۴۰۸ منډو په ځواب کې ۲۲۱ منډې وکړې او ۴ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

پرون د لومړۍ ورځې تر پایه هند ۳۱۲ منډې کړې وې او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او داسې ښکارېده چې نن ښايي خپلې منډې ۵۰۰ ته ورسوي.

خو د استرالیا ځوان تېز بالر جوش هېزلوډ د خپل لوبیز ژوند په لومړۍ لوبه کې په زړه پورې بالنګ وکړ، د ۶۸ منډو په بدل کې یې ۵ وېکټې واخیستې او د هند لوبډله یې ۴۰۸ منډو ته محدوده کړه.

پر دوهمه ورځ د غرمې ډوډۍ له دمې وړاندې هند یوازې د ۹۷ منډو په بدل کې ۶ وېکټې له لاسه ورکړې.

د هېزلوډ تر څنګ د استرالیا ورو توپ اچونکي نتن لاین هم ښه بالنګ وکړ او د ۱۰۵ منډو په بدل کې یې ۳ وېکټې تر لاسه کړې.

د هند له لورې د سر لوبغاړی مورلي وېجې او اجېنکې رهانې ښه وځلېدل او دواړو په ترتیب ۱۴۴ او ۸۱ منډې وکړې.

په ځواب کې د استرالیا بیټنګ دومره پیاوړی نه خو د سر لوبغاړي کریس راجرز د ۵۵ منډو او موقتي لوبډلمشر او ځوان لوبغاړي سټیف سمیت د ښه بیټنګ په مټ دوی د لوبې انډول برابر وساته.

یاده دې وي چې د استرالیا ټاکل شوی لوبډلمشر مایکل کلارک هند سره د لومړۍ ټیسټ لوبې پر مهال ټپي شوی و.

سمیت د ورځې تر پایه ۶۵ منډې کړې وې او لا نه و سوځېدلې.

د لوبې پر دریمه ورځ که استرالیا غواړي ځان د هند منډو ته نږدې کړي نو باید سمیت خپل بیټنګ ته ادامه ورکړي او لږ تر لږه سلیزه ووهي.

استرالیا اوس له هند ۱۸۷ منډې شاته دی او ۶ وېکټې یې لا پاتې دي.

د هند له لورې تېز بالر اومیش یادف د ۴۸ منډو په بدل کې ۳ کسان وسوځول او ورو توپ اچونکي آر اشوین هم یوه وېکټه واخیسته.

ورته مطالب