د سمیت سلیزې د لوبې تله برابره کړه

د انځور حقوق Getty
Image caption سمیت په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هم سلیزه وهلې وه چې په مټ یې استرالیا دغه لوبه د ۴۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

استرالیا او هند تر منځ د څلورو یو ورځنیو ټیسټ لوبو د لړۍ د دوهمې لوبې د دریمې ورځې تر پایه هند د استرالیا د ۵۰۵ منډو په ځواب کې په دوهم اننګز کې ۷۱ منډې کړې وې او یوه وېکټه یې له لاسه ورکړې وه.

هند په لومړي اننګز کې ۴۰۸ منډې کړې وې چې دغه راز دوی له استرالیا ۹۷ منډې شاته وو.

پرون د دوهمې ورځې تر پایه استرالیا ۲۲۱ منډې کړې وې، ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او لوبډلمشر سټیفن سمیت نا سوځېدلې ۶۵ منډې درلودې.

نن سمیت خپل ښه بیټنګ ته ادامه ورکړه او سلیزه یې ووهله. نوموړي ټولټال ۱۳۳ منډې وکړې چې ۲ شپږیزې او ۱۳ څلوریزې په کې شاملې وې.

ده په لومړۍ ټیسټ لوبه کې هم سلیزه وهلې وه چې په مټ یې استرالیا دغه لوبه د ۴۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

د سمیت تر څنګ د استرالیا تېز بالر میچل جانسن هم چټکې ۸۸ منډې وکړې.

د پای لوبغاړو او بالرانو میچل سټارک ۵۲ او جاش هېزلووډ ۳۲ منډو د استرالیا ټولې منډې ۵۰۵ ته ورسولې.

د هند له لورې په بالنګ کې تېزو توپ اچونکو ایشانت شرما د ۱۱۷ منډو او اومیش یادف د ۱۰۱ منډو په بدل کې ۳، ۳ وېکټې واخیستې.

ورو توپ اچونکي آر اشوین او بل تېز بالر ورون ارون ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

د دریمې ورځې تر پایه هند له استرالیا لا هم ۲۶ منډې شاته و او ۹ وېکټې لري.

د هند د سر لوبغاړی مورلي ویجې چې په لومړي اننګز کې یې سلیزه وهلې وه، دوهم اننګز کې ژر وسوځېد.

خو شیکر داون او چیتیشور پوجارا د ورځې پاتې اورونه په احتیاط ولوبول او هند بله وېکټه له لاسه ورنکړه.

ورته مطالب