د جانسن تېز بالنګ استرالیا بریالۍ کړه

د انځور حقوق EPA
Image caption جانسن وویل: "دا زما دنده ده چې توند بالنګ وکړم او وېکټې واخلم".

استرالیا په دوهمه ټیسټ لوبه کې هند ته د میچل جانسن د تېز بالنګ په مټ پر ۴ وېکټو ماته ورکړه او د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ کې ۲-۰ مخ ته شول.

جانس په زړه پورې بالنګ وکړ او د ۶۱ منډو په بدل کې یې ۴ وېکټې واخیستې چې پر ۱۱ بالونو کې د ۱۰ منډو په سر ۳ وېکټې هم په کې شاملې دي.

پرون د لوبې د دریمې ورځې تر پایه هند ۷۱ منډې درلودې او یوه وېکټه یې له لاسه ورکړې وه خو نن یې ټوله لوبډله یوازې په ۲۲۴ منډو وسوځېده.

هند په لومړي اننګز کې ۴۰۸ او استرالیا ۵۰۵ منډې کړې وې، دغه راز هند استرالیا ته د ګټې لپاره د ۱۲۸ منډو هدف ټاکلی و.

جانسن وویل: "دا زما دنده ده چې توند بالنګ وکړم او وېکټې واخلم".

د هند له خوا د سر لوبغاړي شېکر داون پرته بل هېڅ توپوهونکي مقاومت و نه شو کړای او هند یوازې پر ۱۴۸ منډو ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

داون که څه هم د تمرین پر مهال په لاس ټپي شوی و خو له مبارزې ډکه لوبه یې وکړه او ۸۱ منډې یې جوړې کړې.

د هند بل تکړه توپوهونکی وېرات کوهلي هم تمرین کې ټپي شوی چې له کبله یې د هند لوبډلې اداري مسولینو استرالیا کې د تمرین لپاره د غوره پیچونو غوښتنه وکړه.

دوی وویل: "د تمرین لپاره زموږ لوبغاړو ته داسې پیچونه ورکړل شوي چې توپ پرې سم باونس یا ټوپ نه وهي او له امله یې زموږ دوه لوبغاړي ټپیان شوي".

د کوچني هدف، ۱۲۸ منډو په تعقیب کې د استرالیا پیل ښه نه و او د هند تېز بالر ایشانت شرما په کم وخت کې پرله پسې دوه وېکټې واخیستې.

خو د سر لوبغاړي کریس راجرز چټکه لوبه وکړه او پر ۵۷ توپونو یې ۵۵ منډې وکړې چې ۱۰ څلوریزې هم په کې شاملې وې.

ایشانت راجرز هم وسوځاوه او استرالیا یې پر ۳ وېکټو ۸۵ منډو ته محدوده کړه.

ورپسې شان مارش، موقتي لوبډلمشر سټیف سمیت او وېکټ ساتونکی برېډ هډین هم ژر ژر وسوځېدل خو پای کې استرالیا لوبه پر ۴ وېکټو وګټله.

سمیت چې په لومړي اننګز کې یې سلیزه وهلې وه، د ټیسټ لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو.

تر دې وړاندې، د سیریز لومړۍ ټیسټ لوبه استرالیا په ۴۸ منډو ګټلې وه.

دریمه ټیسټ لوبه به د دسمبر له ۲۶ تر ۳۰ د مبلورن په لوبغالي کې کېږي.

ورته مطالب