اسټن وېلا له پیاوړي مانچیسټر یونایټیډ سره لوبه برابره کړه

Image caption د یونایټیډ روزونکي لویس ون ګال ویلي که لوبډله یې د اتلولۍ هیلې لري نو د اسټن وېلا په څېر کمزورو ټیمونو سره لوبې نه شي برابرولی.

د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې لس کسیزې اسټن وېلا لوبډلې خپل پیاوړي سیال مانچیسټر یونایټیډ سره لوبه ۱-۱ برابره پای ته ورسوله او په تېرو شپږو لوبو کې یې د دوی د پرله پسې بریاوو لړۍ ودروله.

که څه هم یونایټیډ په پرتلیز ډول ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو اسټن وېلا له ډېر زیار وروسته لوبه مساوي کړه.

مانچیسټر یونایټیډ له دې پایلې سره اوس د لوبو د جدول دریم ځای خپل کړی او له لومړي مقامه اووه نمرې شاته دی.

د یونایټیډ روزونکي لویس ون ګال ویلي که لوبډله یې د اتلولۍ هیلې لري نو د اسټن وېلا په څېر کمزورو ټیمونو سره لوبې نه شي برابرولی.

توټنم لوبډلې برنلي ته ۲-۱ ماته ورکړه او د لوبو جدول کې یې شپږم ځای خپل کړ.

که څه هم برنلې د ښې سیالۍ هڅې وکړې خو د کوربه لوبډلې د تېزې لوبې ځواب یې و نه شو ویلای.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو مهال کیو پي آر په لوبه کې ۲-۰ شاته و خو د شیلوې هټریک (درې ګولونو) په حیرانونکي ډول له ماتې وژغوره.

له دې ماتې سره برنلي بېرته د پای دریو لوبډلو ډلې ته ولوېده.

بل خوا مانچیسټر سیټي د ډېوېد سیلوا د غبرګو ګولونو په مټ د کریسټل پلیس لوبډلې ته د ۳-۰ په لوی توپیر ماته ورکړه.

سیټي اوس د لوبې په جدول کې د چیلسي سره په ګډه لومړی مقام خپل کړی دی. د دواړو لوبډلو نمرې برابرې دي.

دفاعي اتل سیټي لومړۍ نیمايي کې د کریسټل پلیس له سخت مقاومت سره مخامخ شو خو په دوهمه نیمایي کې یې ګولونه وکړل او لوبه یې وګټله.

د کي سونګ یونګ د یوه چانسي ګول په مټ سوانسي د هل لوبډلې ته ۱-۰ ماته ورکړه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption توټنم لوبډلې برنلي ته ۲-۱ ماته ورکړه او د لوبو جدول کې یې شپږم ځای خپل کړ.

د جونجو شیلوې له لرې واټنه شوټ د سوېلي کوریا د یونګ په لاس له لګېدو وروسته ګول ساتونکی تېر ایست او توپ ګول ته دننه شو.

هل د ګول وهلو څو چانسونه له لاسه ورکړل. په تېرو لسو لوبو کې هل لوبډلې یوازې یوه بریا ترلاسه کړې ده.

کیو پي آر د چارلي اسټین د درې پرله پسې ګولونو په مټ ویسټ بروم ته ۳-۲ ماته ورکړه او د پای د دریو لوبډلو له ډلې یې ځان وایست.

یو مهال کیو پي آر په لوبه کې ۲-۰ شاته و خو د شیلوې هټریک (درې ګولونو) په حیرانونکي ډول له ماتې وژغوره.

ساوتمپټن د پنځه پرله پسې ماتو وروسته ایورټن لوبډلې ته په اسانۍ سره ۳-۰ ماته ورکړه او د سر پنځه لوبډلو ډله کې یې ځای خپل کړ.

د ایورټن لوبه له پیله تر پایه نهیلې کونکې وه او یوازې د لوبې پای ته نږدې دوی د سیالې لوبډلې پر ګول ښه برید وکړ چې ګول ساتونکي فریزر فارسټر یې مخه ونیوه.

په وروستۍ لوبه کې ویسټهم د ۲-۰ په توپیر لیسټر ته، چې په تېرو ۱۲ لوبو کې بریا نه لري، ماته ورکړه.

ویسټهم په تېرو اوو کور دننه لوبو کې ماته نه ده خوړلې او اوس د جدول څلورم ځای لري.

ورته مطالب