لیورپول له پیاوړي ارسنال سره لوبه ۲-۲ مساوي کړه

د انځور حقوق liverpool
Image caption له دې لوبې وروسته ارسنال د لوبو د جدول شپږم او لیورپول ۱۰ مقام خپل کړ.

د انګلستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې پرون د لیورپول لوبډلې له پیاوړي ارسنال سره خپله سیالي‎ ۲-۲ مساوي کړه او ځان یې له اتمې پرله پسې ماتې وژغوره.

د لوبې له پای اووه دقیقې مخکې هم ارسنال ۲-۱ مخ ته و خو د مارټین سکرټل د ګول په مټ لیورپول لوبه ۲-۲ مساوي کړه.

په لوبه کې د یوه لوبغاړي د ټپي کېدو له امله اوږد ځنډ ته په پام سره لوبڅارانو له دوهمې نیمايي وروسته لوبه تر نهه دقیقو وغځوله.

په لوبه کې تر ډېره داسې برېښېده چې ارسنال به د تېر سیزن د ۵-۱ ماتې غچ واخلي خو پای ته نږدې لسو لوبغاړو ته محدود شوي لیورپول د برابرۍ ګول وواهه.

د لوبې په پای کې د لیورپول مینه وال د خپلې لوبډلې مبارزې او پیاوړې لوبې ستاینې لپاره ودرېدل خو دوی ښايي اوس هم یو څه نهیلي وي ځکه د ارسنال کمزورې لوبې ته په پام سره، لیورپول د ګټې ښه چانس درلود.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سنډرلنډ په تېرو شپږو لیګ لوبو کې له نیو کاسل ماته نه ده خوړلې او دا یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې څلورمه پرله پسې بریا وه.

له دې لوبې وروسته ارسنال د لوبو د جدول شپږم او لیورپول ۱۰ مقام خپل کړ.

خو له نننۍ لوبې وروسته دا څرګنده وه چې دغه دواړه لوبډلې ښايي د اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا نه کړي او د سر څلورو لوبډلو پر امتیاز قناعت وکړي.

د پرون ورځې په دوهمه لوبه کې سنډرلنډ په ۹۰مې دقیقې کې د ګول په مټ نیوکاسل ته ۱-۰ ماته ورکړه.

سنډرلنډ په تېرو شپږو لیګ لوبو کې له نیو کاسل ماته نه ده خوړلې او دا یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې څلورمه پرله پسې بریا وه.

د سنډرلنډ له ګول وروسته نیو کاسل د لوبې برابرولو ډېرې هڅې وکړې خو سنډرلنډ ښه دفاع وکړه او خپله برلاسي یې د لوبې تر پایه وساتله.

ورته مطالب