هند او استرالیا تر منځ د لوبې تله برابره ده

د انځور حقوق AFP
Image caption هندي بالرانو د استرالیا توپوهونکي پر لومړۍ ورځ ۲۵۹ منډو ته محدود کړل.

هند او استرالیا تر منځ د څلورو ټیسټ لوبو د دریمي لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه استرالیا ۲۵۹ منډې کړې وې او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

پچه د استرالیا موقتي لوبډلشمر سټیف سمیت وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه.

استرالیا خپل د سر لوبغاړی ډېوېد وارنر په صفر منډه له لاسه ورکړ خو کریس راجرز او شین واټسن بیټنګ کې ښه ملګرتیا وکړه.

دواړو په ملګرتیا کې ۱۱۵ منډې وکړې، راجرز پر ۵۷ او واټسن پر ۵۲ منډو وسوځېد.

استرالیا د ورځې تر پایه دوه نورې وېکټې هم له لاسه ورکړې خو لوبډلمشر سمیت یو ځل بیا ښه بیټنګ وکړ او نا سوځېدلې ۷۲ مندې یې جوړې کړې.

هند له خوا تېز بالرانو اومیش یادف او محمد شمي دوه دوه او ورو توپ اچونکي آر اشوین یوه وېکټه واخیسته.

نن د هندي بالرانو لپاره یوه ښه ورځ بللی شو ځکه دوی د استرالیا توپوهونکي چې په عمومي ډول د یوې ورځې په لوبه کې تر ۳۰۰ ډېرې منډې جوړوي، یوازې ۲۵۹ منډو ته محدود کړل.

د انځور حقوق AFP
Image caption برینډن میککلم پر ۱۳۴ توپونو ۱۹۵ منډې وکړې.

بل خوا کوربه نیوزیلنډ او سریلنکا تر منځ د لومړۍ ټیسټ لوبې پر لومړۍ ورځ د نیوزیلنډ لوبډلمشر برینډن میککلم خورا چټکه لوبه وکړه او د ورځې تر پایه یې د خپلې لوبډلې منډې پر ۷ وېکټو ۴۲۹ ته ورسولې.

میککلم له غبرګې سلیزې یوازې ۵ منډې شاته، پر ۱۹۵ منډو وسوځېد. ده دغه منډې یوازې پر ۱۳۴ توپونو پوره کړې او ۱۱ شپږیزې او ۱۸ څلوریزې یې ووهلې.

د ده تر څنګ ځوان لوبغاړي کین ویلیمسن ۵۴ او الرونډر جیمي نیشم هم ۸۵ منډې وکړې.

سریلنکا له لورې انجیلو میتیوز دوه او سورانګا لکمل، شمېندا ایرنګا، دمیکا پرساد او تریندو کوشل یوه یوه وېکټه واخیسته.

ورته مطالب