د نیوزیلنډ بالرانو د سریلنکا د توپوهونکو ملا ماته کړه

Image caption د نیوزیلنډ تېز بالر نیل وګنر د ۶۰ منډو بدل کې ۳ وېکټې واخیستې.

د نیوزیلنډ بالرانو د لومړۍ ټیسټ لوبې پر دوهمه ورځ د سریلنکا ټوله لوبډله یوازې پر ۱۳۸ منډو وسوځوله او دوی یې (فالو آن) ته اړ کړل.

فالو آن په دې معنا چې سریلنکا له نیوزیلنډ تر ۲۰۰ منډو ډېر شاته پاتې وو.

نیوزیلنډ په خپل لومړي اننګز کې د لوبډلمشر برینډن میککلم د ۱۹۵ منډو په مټ ۴۴۱ منډې کړې دي.

د سریلنکا له لورې تر ټولو ډېرې د کپتان میتوز ۵۰ منډې وې.

د نیوزیلنډ نږدې ټولو بالرانو ښه توپ اچونه وکړه، ټرینټ بولټ او نیل وګنر ۳، ۳ او ټېم ساوتي او جیمي نیشم ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

په فالو آن کې دوهم اننګز سریلنکا ښه پیل درلود او د ورځې تر پایه یې د سر لوبغاړو په ګډه ۸۴ منډې وکړې او وېکټه یې له لاسه ورنکړه.

بل خوا استرالیا د هند پر وړاندې د دریم ټیسټ پر دوهمه ورځ ټولټال ۵۳۰ منډې وکړې چې د کپتان سټیف سمیت ۱۹۲ منډې په کې تر ټولو ډېرې وې.

تېز بالر راین هریس هم ښه بیټنګ وکړ او ۷۴ منډې یې وکړې. د ده تر څنګ وېکټ ساتونکي برډ هډین پنځوسیزه ووهله.

که څه هم پرون د هند بالرانو ښه توپ اچونه کړې وه او په ټوله ورځ کې یې د استرالیا لوبډله ۲۵۹ منډو ته محدوده کړې وه خو نن دومره ښه و نه ځلېدل او په کمو اورونو کې یې ډېرې منډې ورکړې.

د هند له خوا محمد شمي ۴ او اومیش یادف او آر اشوین ۳، ۳ وېکټې تر لاسه کړې.

په ځواب کې هند ښه بیټنګ وکړ او د دوهمې ورځې تر پایه یې پر یوې وېکټې ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

مورلي وېجې پر ۵۵ منډو او چیتیشور پوجارا پر ۲۵ منډو ناسوځېدلي وو.

پرون بیا کوربه سوېلي افریقا د ویسټ انډیز پر وړاندې د دوهمې ټیسټ لوبې د لومړۍ ورځې تر پایه ۲۶۹ منډې کړې وې او ۲ وېکټې یې له لاسه ورکړې وې.

د سوېلي افریقا د سر لوبغاړي ډين ایلګر سلیزه ووهله او د ۱۸ څلوریزو په مټ یې ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

ورته مطالب