بیټنګ کې استرالیا ته د کوهلي او رهانې تاریخي ځواب

د انځور حقوق Getty
Image caption کوهلي پر ۱۶۹ او رهانې پر ۱۴۷ منډو وسوځېدل خو پاتې لوبغاړو ښه لوبه و نه شوای کړای.

هند او استرالیا تر منځ د دریمې ټیسټ لوبې پر دریمه ورځ بیټنګ کې ویرات کوهلي او اجنکې رهانې تاریخې ملګرتیا وکړه او په ګډه یې ۲۶۲ منډې جوړې کړې.

د دوی د ملګرتیا په مټ هند د استرالیا د ۵۳۰ منډو په ځواب کې د دریمې ورځې تر پایه ۴۶۲ منډې کړې وې او ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د سر لوبغاړي مورلي وېجې له ۶۸ منډو وروسته ویرات او رهانې بیټنګ کې ملګرتیا پیل کړه او د هند منډې یې له ۱۴۷ نه ۴۰۹ ته ورسولې.

کوهلي پر ۱۶۹ او رهانې پر ۱۴۷ منډو وسوځېدل خو پاتې لوبغاړو ښه لوبه و نه شوای کړای.

یو مهال هند پر ۴۰۹ منډو ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو خو د استرالیا بالرانو د هند پاتې ۵ لوبغاړي په ۵۳ منډو وسوځول.

د استرالیا له خوا تېز بالر راین هریس ۴ او ورو توپ اچونکي نتن لاین ۲ وېکټې ترلاسه کړې.

بل خوا سریلنکا د نیوزیلنډ پر وړاندې د لومړۍ ټیسټ لوبې پر دریمه ورځ بیټنګ کې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه.

که څه په لومړي اننګز کې ټوله لوبډله یوازې په ۱۳۸ منډو سوځېدلې وه خو په دوهم اننګز کې د سریلنکا توپوهونکو په پرتلیز ډول ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

دوی د دریمې ورځې تر پایه ۲۹۳ منډې کړې او ۵ لوبغاړي یې سوځېدلي وو چې د ځوان بیټسمین دېموت کرونارتنې ۱۵۲ منډې په کې د پام وړ وې.

د ده تر څنګ لوبډلمشر انجیلو متیوز د ورځې تر پایه ناسوځېدلې ۵۳ منډې کړې وې.

په لومړي اننګز کې د نیوزیلنډ ۴۴۱ منډو ته په پام سره، سریلنکا اوس هم له نیوزیلنډ ۱۰ منډې شاته دی.

د نیویلنډ له خوا ټرینټ بولټ ۳ او ټېم ساوتي او جیمي نیشم یوه، یوه وېکټه واخیسته.

د سوېلي افریقا او ویسټ انډیز تر منځ په دوهمه ټیسټ لوبه کې بیا کوربه سوېلي افریقا برلاسې ښکاري.

دوی د لوبې پر دریمه ورځ ۳۳۱ منډې کړې او ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

د سوېلي افریقا د سر لوبغاړي ډین ایلګر او بل ځوان بیټسمین فف ډوپلیسیس سلیزې ووهلې.

د ویسټ انډیز له لوري جېروم ټېلر او شنن جبریل دوه، دوه او کینروی پیټرز او جېسن هولډر یوه، یوه ویکټه اخیستې ده.cri

ورته مطالب