انډي پیک د ملي لوبډلې د بالنګ روزونکي په توګه وګومارل شو

Image caption ۵۱ کلن انډي پیک داسې مهال د بالنګ روزونکي په توګه ټاکل کېږي چې د ۲۰۱۵ کال کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالیو ته یوازې یوه میاشت او څو ورځې پاتې دي.

د انګلستان د کرېکټ ټیم پخوانی لوبغاړی او د انګلستان د نولس کلونو ځوانانو لوبډلې او د کاناډا د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي پیک د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ په دې اړه ویلي چې دوی د توپوهونې، توپ نیونې او فزیکي پیاوړتیا سربیره په نړیوال جام سیالیو کې د ملي لوبډلې هر سپورتي اړخ ته د ودې ورکولو په موخه ښاغلی پیک ته د توپ اچونې روزونکي رول ورکړی دی.

۵۱ کلن انډي پیک داسې مهال د بالنګ روزونکي په توګه ټاکل کېږي چې د ۲۰۱۵ کال کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالیو ته یوازې یوه میاشت او څو ورځې پاتې دي.

ښاغلی پیک چې د ښي لاس تېز بالر و او بیټنګ یې په چپ لاس کاوه، په ۱۹۵ لومړۍ درجه سیالیو کې لوبېدلی، ۴۹۵ وېکټې یې اخیستې او د روزونکي په توګه اوږده مسلکي مخینه لري.

نوموړی به په متحده عربي اماراتو کې د سکاټلنډ او ایرلنډ ملي لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په ترڅ کې له افغان ملي لوبډلې سره خپل روزنیز سفر پیلوی.

په دې تړاو د د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي ويلي:

"زموږ هڅه د ملي لوبډلې لپاره د ډېرو اسانتیاو چمتو کول دي. موږ به هڅه کوو چې په نړیوال جام کې د ملي لوبغاړو بشپړ چمتووالي لپاره هر ډول نوي امکانات پلي کړو."

بل خوا د کرېکټ بورډ نویو ټاکل شویو چارواکو د ملي لوبډلې په میاشتنیو ماشاتو کې هم د پام وړ بدلون خبر ورکړی دی.

کرېکټ بورډ تمه څرګنده کړې چې دغه بدلون به د ملي لوبغاړو پر روحیه او د دوی د اړتیاو په پوره کولو کې اغیزمن رول ولوبوي.

د دې تر څنګ، د ملي لوبډلې د سیالیو فیس او د سفرونو پر مهال ورځنی لګښت هم د پخوا په پرتله لوړ شوی دی.

له دې سره سره به د کورني کرېکټ لوبغاړو ته هم د کورني کرېکټ سیالیو پر مهال ورځنی لګښت او د سیالۍ فیس ورکول کېږي.

د کرېکټ بورډ په وینا د ملي ټیم لوبغاړو په ماشاتو کې د زیاتوالي پر خلاف بیا د کرېکټ بورډ عمومي مشر او اجرایوي مشر ماشونه د پخوا په پرتله کم کړای شوي دي.

ورته مطالب