نیوزیلنډ سریلنکا ته په ۱۹۳ منډو ماته ورکړه

د انځور حقوق AFP
Image caption کېن ویلیمسن او بي جی واټلنګ په بیټنګ کې تاریخي ملګرتیا وکړه او په ګډه یې ۳۶۵ نا سوځېدلې منډې وکړې.

نیوزیلنډ او سریلنکا تر منځ د دوو ټیسټ لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې نیوزیلنډ د کېن ویلیمسن د شاندارې غبرګې سلیزې په مټ سریلنکا ته په ۱۹۳ منډو ماته ورکړه.

سریلنکا د خپل تجربه لرونکي لوبغاړي کمار سنګاکارا د غبرګې سلیزې او په لومړي اننګز کې د ۱۳۵ منډو برلاسي سربېره ځان له ماتې و نه ژغوره او د لوبو لړۍ کې یې ۰-۲ ماته وخوړه.

نیوزیلنډ په لومړي اننګز کې یوازې ۲۲۱ منډې کړې وې او سریلنکا یې په ځواب کې د سنګاکارا د شاندارو ۲۰۳ منډو په مرسته ۳۵۶ منډې وکړې.

په دوهم اننګز کې هم د نیوزیلنډ توپوهونکي له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو او پر ۱۵۹ منډو یې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

خو کېن ویلیمسن او بي جی واټلنګ په بیټنګ کې تاریخي ملګرتیا وکړه او په ګډه یې ۳۶۵ نا سوځېدلې منډې وکړې.

ویلیمسن په ۲۴۲ منډو او واټلنګ په ۱۴۲ منډو ولاړ وو چې نیوزیلنډ له بیټنګ لاس په سر شو او سریلنکا ته یې د ګټې لپاره د ۳۸۹ منډو هدف وټاکه.

څرګنده وه چې د کم وخت له کبله به سریلنکا د لوبې د ګټې نه بلکې د برابرولو هڅه کوي.

د انځور حقوق Getty
Image caption وارنر پر ۱۱۴ توپونو چټکې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.

د څلورمې ورځې تر پایه دوی ۴۵ منډې وکړې او یوه وېکټه یې له لاسه ورکړه.

پر پنځمه او وروستۍ ورځ له کوشل سیلوا او لهیرو تېرامانې پرته بل هېڅ سریلنکايي بیټسمین مقاومت و نه شو کړای.

کوشل ۵۰ او تېرامانې ناسوځېدلې ۶۲ منډې وکړې او د سریلنکا ټوله لوبډله یوازې پر ۱۹۶ منډو وسوځېده.

بل خوا استرالیا د هند پر وړاندې د څلورمې ټیسټ لوبې پر دوهمه ورځ په خپل لومړي اننګز کې پر ۷ وېکټو ۵۷۲ منډې کړې وې چې له بیټنګ لاس په سر شول.

د استرالیا له لورې د سر لوبغاړي ډېوېد وارنر او لوبډلمشر سټیف سمیت سلیزې ووهلې.

په ځواب کې هند د ورځې تر پایه ۷۱ منډې کړې وې او یوه وېکټه یې له لاسره ورکړې وه.

ورته مطالب