نوي زيلاند سريلانکا ته په ۱۰۸ منډو ماتې ورکړه

Image caption ايلييټ په ۹۶ توپونو د ۷ څلوريزو او ۲ شپږيزو پر مټ ۱۰۴ منډې او رونکي يوازې په ۹۹ توپونو ۱۷۰ منډې وکړې

نوي زيلاند په پنځمه يو ورځنۍ کرېکټ لوبه کې سريلانکا ته په ۱۰۸ منډو ماتې ورکړه.

د جمعې پر ورځ نوي زيلاند د ګرېک ايلييټ او ويکټ ساتونکي ليوک رونکي د سليزو په برکت د پنځو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۳۶۰ منډې وکړې.

د دغه هدف د پوره کولو لپاره د سريلانکا ټوله لوبډله په ۴۴ اوور کې د ۲۵۲ منډو په کولو وسوځېده.

د نوي زيلاند د لوبې پيل ښه نه و او د لوبې پرانستونکی لوبغاړی مارټن ګپتل په لومړي توپ وسوځېد، او هغه مهال چې نوي زيلاند ۹۳ منډې لرلې نيمايي لوبډله يې سوځېدلې وه.

دا مهال داسې برېښېده چې کوربه ټيم به و نه شي کړای مېلمه لوبډلې ته ستر هدف ورکړي، خو ايلييټ او رونکي په شپږمه وېکټه ودرېدل او د ۲۶۷ منډو شراکت يې جوړ چې دې د لوبې توله بدله کړه.

ايلييټ په ۹۶ توپونو د ۷ څلوريزو او ۲ شپږيزو پر مټ ۱۰۴ منډې او رونکي يوازې په ۹۹ توپونو ۱۷۰ منډې وکړې.

د ۳۶۱ منډو هدف پوره کولو لپاره د سريلانکا اوپنرانو تهرېمانې او تلکارتنې دلشان ښه لوبه وکړه، خو نوره لوبډله د نوي زيلاند د توپ اچوونکو پر وړاندې و نه درېده.

دلشان ۱۱۶ او تهريمانې ۴۵ منډې وکړې.

د نوي زيلاند له لوري ټرنټ بولټ څلور وېکټې واخيستې او ساودي، ميلنګن او ايلييټ دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

ګرېګ ايلييټ او ليوک رونکي په ګډه د لوبې غوره لوبغاړي وبلل شول.

په دې بري سره نوي زيلاند د اوو يو ورځنيو لوبو له ډلې درې ګټلي او سريلانکا يوه لوبه ګټلې ده.

د اوو لوبو دې لړۍ کې لومړۍ، څلورمه او پنځمه نوي زيلاند او دويمه سريلانکا ګټلې او دريمه لوبه د باران له امله لغوه شوې ده.

ورته مطالب