ویسټ انډیز سوېلي افریقا ته په یوه وېکټه ماته ورکړه

د انځور حقوق BCCI
Image caption د ویسټ انډیز الرونډر اندرې رسلز چټکه لوبه وکړه، پر ۴۰ توپونو یې ناسوځېدلې ۶۴ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریالۍ کړه.

ویسټ انډیز د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په څلورمه لوبه کې سوېلي افریقا ته د الرونډر اندرې رسل د چټکې پنځوسیزې په مټ، له سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته په یوه وېکټه ماته ورکړه.

دا د لوبو په لړۍ کې د ویسټ انډیز لومړۍ بریا وه، دغه راز سوېلي افریقا په سیریز کې ۳-۱ مخکې دی.

د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او لومړی یې کوربه لوبډلې سوېلي افریقا ته د بیټنګ بلنه ورکړه.

بیټنګ کې د سوېلي افریقا پیل ښه نه و او پر ۷۶ منډو یې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د ویسټ انډیز له خوا تېزو بالرانو جېسن هولډر او شېلډن کوټرل ښه بالنګ وکړ. هولډر ۴ او کوټرل ۲ وېکټې واخیستې.

خو په سختو شرایطو کې د سوېلي افریقا بیټسمین ډېوېد مېلر او جی پي ډومیني د بیټنګ ملګرتیا پیل کړه او خپله لوبډله یې له ستونزو وژغورله.

مېلر شانداره سلیزه پوره کړه او پر ۱۳۳ توپونو یې د ۳ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۳۰ منډې وکړې.

ډومیني پر ۶۸ توپونو ۴۳ منډې جوړې کړې.

سوېلي افریقا په ۵۰ اورونو کې ویسټ انډیز ته د ګټې لپاره د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د ویسټ انډیز پیل هم ښه نه و او یوازې پر ۷۳ منډو یې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل.

د انځور حقوق AFP
Image caption مېلر شانداره سلیزه پوره کړه او پر ۱۳۳ توپونو یې د ۳ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو په مرسته ۱۳۰ منډې وکړې.

خو د دوو الرونډرانو مارون سیمویلز او ډرېن سمي ملګرتیا د لوبې تله یو څه برابره کړه او د ویسټ انډیز منډې یې ۱۶۶ ته ورسولې. سمویلز ۶۸ او سمي ۵۱ منډې وکړې.

د سوېلي افریقا له لورې فرحان بهاردین او جی پي ډومیني ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

پای کې د ویسټ انډیز الرونډر اندرې رسلز چټکه لوبه وکړه، پر ۴۰ توپونو یې ناسوځېدلې ۶۴ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریالۍ کړه.

ویسټ انډیز ټاکل شوی هدف د ۴۹م اوور پر دریم توپ پوره کړ.

د لوبو د لړۍ پنځه او وروستۍ لوبه د جنورۍ پر ۲۸مه (چارشنبه) کېږي.

ورته مطالب