ّپاکستاني لوبغاړو درې میاشتنې هوکړه لیک رد کړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لوبغاړي د لوبې ګټلو په صورت کې د انعام په توګه ورکېدونکو پېسو په اړه هم اعتراض کوي

د مصباح الحق په مشرتابه پاکستاني کرېکټ لوبغاړو د خپل هېواد کرېکټ بورډ له لوري درې میاشتنی هوکړه لیک رد کړی او وايي باید موده یې یوه کال ته وغځوله شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کرېکټ لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې برخې اخیستو لپاره تللې او په نیوزلنډ کې تمریناتي لوبې کوي.

پاکستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي دوی له لوبغاړو سره اړیکه کې دي او وايي هیله مند دي، چې دغه ستونزه به ژر هواره شي.

پروسږ کال پاکستان کرېکټ بورډ لوبغاړو ته هوکړه لیکونه ورکړي وو، چې په دسمبر میاشت کې یې د اعتبار موده پای ته ورسېده.

له هغه وروسته بورډ لوبغاړو ته د نړیوال جام سیالیو ترسره کېدو تر مهاله د دریو میاشتو لپاره نوي هوکړه لیکونه ورکړل.

د مخکنیو ۳۱ لوبغاړو په نوملړ کې دوه نوي لوبغاړي یاسرشاه او سهیل خان هم شامل کړل شوي وو.

پاکستاني لوبغاړو نیوزلنډ ته له تلو مخکې د دغه مرکزي هوکړه لیک په اړه اندېښنې ښکاره کړې وې او پرې یې له لاسلیک کولو انکار کړی و.

دې لړ کې د بورډ مشر شهریارخان او لوبغاړو تر منځ خبرې هم بې پایلې وې.

د انځور حقوق AP
Image caption پاکستان کرېکټ لوبغاړي نیوزلنډ کې په تمریناتي لوبو بوخت دي

ویل کېږي، چې لوبغاړو سره وېره ده، که د نړیوال جام سیالیو کې یې فعالیت د ډاډ وړ نه وي ښايي له لوبډلې وشړل شي.

له همدې امله غواړي تر یوه کاله پورې له بورډ سره مرکزي هوکړه ولري.

داسې هم ویل کېږي، چې لوبغاړي د لوبې ګټلو په صورت کې د انعام په توګه ورکېدونکو پېسو په اړه هم اعتراض کوي او وايي، چې دغه پېسې باید د لوبو لړې کې د بریا پر ځای د هرې لوبې ګټلو په صورت کې ورکړلې شي.

پاکستان کرېکټ بورډ د نوي هوکړه لیک پر مهال د هرې لوبې بریالیتوب په صورت کې د انعام ورکولو پر ځای د لوبو لړۍ ګټلو په صورت کې د انعام پېسو کچه ډېره کړه، چې لوبغاړي پرې خوښ نه وو.