د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د افغانستان د نېغ په نېغه لوبېدو چانس

Image caption د آی سي سي د دغې پریکړې له مخې افغانستان کولی شي له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د نړیوالو لوبو لپاره څلور کلن پروګرامونه جوړ کړي.

د کرېکټ د نړیوالې شورا (آي سي سي) د نوي طرحې پر بنسټ افغانستان د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې نیغ په نیغه د لوبیدو چانس ترلاسه کړی دی.

آی سي سي افغانستان او ایرلینډ ته د (ایف ټي پي) یا په راتلونکې کې د لوبیزو سفرونو پروګرام دریځ ورکړ.

د کرېکټ د نړیوالې شورا له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د (ایف ټي پي) له مخې به افغانستان راتلونکو څلورو کلونو پورې د ډیرو زیات یو ورځنیو نړیوالو لوبو چانس هم ولري.

که افغانستان تر نړیوال جام مخکې په نړیواله درجه بندۍ کې اتم مقام خپل کړ، نو نیغ په نیغه به لاره پیدا کوي او که نه نو نهم، لسم، یوولسم او دولسم مقام لرونکي هیوادونه به خپلو کې لوبې کوي او دوه لوبډلې به ترې نړیوال جام ته لاره پیدا کوي.

دغه راز افغانستان به تر دې وروسته نړیوال جام ته د لار موندنې لپاره د ورلډ کرکټ لیګ لوبې نه کوي، دانټرکانټینینټال کپ یوازې څلور ورځنۍ ټسټ لوبې به ترسره کوي.

د آی سي سي د دغې پریکړې له مخې افغانستان کولی شي له بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د نړیوالو لوبو لپاره څلور کلن پروګرامونه جوړ کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان کرېکټ بورډ مشران د پنجشنبې پر ورځ (جنورۍ ۲۹مه) په دې اړه په یوه خبري غونډه کې نور مالومات ورکړي.

بل خوا د ۲۰۱۵ کال کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالیو کې به افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه د بنګله دیش پر وړاندې کوي.

د بنګله دیش تر څنګ به افغانستان په خپل ګروپ کې د انګلستان، استرالیا، سریلنکا، نیوزیلنډ او سکاټلند لوبډلو سره هم یوه، یوه لوبه کوي. د سیالیو په بل ګروپ کې د سوېلي افریقا، هند، پاکستان، ویسټ انډیز، زمبابوې، ایرلنډ او عربي متحده اماراتو ټیمونه ځای لري.

د نړیوال جام لومړۍ لوبه به د فبرورۍ پر ۱۴مه د نیوزیلنډ او سریلنکا تر منځ وي.

ورته مطالب