د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د ګډون ارزښت

Image caption د کرېکټ د نړیوالې شورا د اټکل له مخې به د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالۍ په ۱۸۲ هېوادونو کې خلک ګوري.

ټاکل شوې چې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۱۸مه چې د سلواغې له اتمې نېټې سره سمون لري، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ نړیوال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه د اسټرالیا پلازمېني د کانبرا ښار د (مانوکا اوول) لوبغالي کې د خپل غښتلي سیال بنګله ‏دیش پر وړاندې ترسره کړي.

بنګله ‏دیش له ۱۹۹۹ کال راهیسې په دوامداره توګه د نړیوال جام یو ورځنیو سیالیو ته لاره موندلې او د کرېکټ په نړۍ کي یوه پېژندل شوې لوبډله ده.

خو د افغانستان لپاره دا لومړی ځل دی چې د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالیو لپاره میدان ته وردانګي.

افغانستان له دریو لسیزو جګړو او ناورین څخه وروسته، په ډېر لږ وخت کې نړیوالو سیالیو ته ځان چمتو کړی او په دغه کمه موده کې یې هېواد ته بې سارې ویاړونه لاسته راوړي دي.

د کړکېچ ځپلو‏‏ هېوادونو معاصر تاریخ ښیي چې لوبې په ځانګړي توګه ډله ایزي لوبې لکه فوټبال، کرېکټ، رګبي او داسې نور، کولی شي په خلکو کې ملي احساس را ژوندی کړي او همدا راز د همغږۍ، د یو بل زغم او د ورورګلوۍ-خورګلوۍ فضا رامنځته کړي.

د دې ادعا یو مشهور او ډېر په زړه پورې مثال په ۱۹۹۵ کال کې د سوېلي افریقا د رګبي د لوبډلې اتلولي ده.

د سوېلي افریقا خلکو چې اکثریت یې تور پوستي دي، د خپل لومړي تورپوستي ولسمشر فقید نېلسن منډېلا په هڅونه، د خپل هېواد د رګبي د ملي لوبډلې، چې ټول لوبغاړي یې سپین پوستي وو، ملاتړ وکړ او ځانونه یي اتلولۍ ته ورسول.

د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د حضور اهمیت ته باید لږ تر لږه له دوه اړخونو وکتل شي:

لومړی: د کرېکټ په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې گډون د افغانستان د سپورت په برخه کې یوه ستره، تاریخي او د ارزښت وړ لاسته راوړنه ده. له دې لارې به په ټول افغانستان کي سپورت وده او پرمختګ وکړي او د هېواد په کچه به سپورت کې سالمه سیالي لا پیاوړې شي.

دوهم: د کرېکټ د نړیوالې شورا د اټکل له مخې به د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالۍ په ۱۸۲ هېوادونو کې خلک ګوري.

په داسې پرتمینو سیالیو کي زموږ د لوبډلې حضور نړیوالو ته د افغانستان د نوې څېرې او نوي انځور د ښودلو یو زرین فرصت دی.

د نړۍ خلکو ته له طالباني دورې څخه راوتلی او راتلونکې ته د هیلمن افغانستان انځور ښودل به د هېواد لپاره د عامه ډیپلوماسۍ په برخه کي تر ټولو مهم وي.

په دې فرصت کې به د افغانستان د عامه دېپلوماسۍ ستر پیغام دا وي چې: که افغانانو ته موقع او لږ فرصت برابر شي، دوی کولای شي په نړیواله کچه په بېلا بېلا برخو کي خپل استعداد، وړتیا او ظرفیت ښکاره کړي.

زموږ د فوټبال ملي لوبډلې د سوېلي اسیا په کچه د اتلولۍ ترلاسه کولو ټولو ته دا پیغام په ډاګه کړ چې افغانان په بېلا بېلو برخو کي د ځانګړو وړتیاو خاوندان دي.

ښایي د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام سیالیو کې د غښتلو لوبډلو د گډون موخه د جام د ګټلو اقتصادي او مالي ګټې او د مینه والو لپاره د په زړه پورو لوبو او سرگرمیو رامنځته کول وي.

خو د افغانستان لپاره به تر هر څه د مخه ارزښتمنه موخه، نړیوالو ته د هېواد د نوي څېري او انځور ښودل وي چې افغان لوبغاړي له ټولو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره سره او د لوبو عادي او لومړنیو آسانتیاوو د نه درلوده سربېره په دې توانیدلي چې د نړۍ د غوره لوبډلو تر څنګ د لوبېدو حق ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان نه د وتلو په حال کې دي او افغانستان نور په نړیواله کچه خپل پخوانی اهمیت او پاملرنه له لاسه ورکوي، په افغانستان کې د حکومت جوړونې د لړۍ، د پراختیایي او اقتصادي پروګروامونو ستونزې، د جګړې دوام او په لوېدیځه نړۍ کي د دغو لړیو د بریالیتوب غیر واقعي تعریف، ورو ورو افغانستان د نړیوالو موضوعاتو حاشیې ته راکاږي.

یقینا چې افغانستان د یوه حکومت، یوه ولس خلک او بلاخره د یوه تاریخي ټولګې په توگه یوه پېچلی مفهوم دی چې باید له مخلتفو اړخونو ورته وکتل شي.

Image caption د افغانستان لپاره دا لومړی ځل دی چې د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالیو لپاره میدان ته وردانګي.

خو په خواشینۍ سره په تېرو دریو لسیزو کې د افغانستان کوم ټولنیز انځور چې د نړیوالو په ذهنونو کي ځای لري هغه د جګړې، جګړې ته د چمتووالي، افراطیت، تاوتریخوالي او عصریتوب او نوښتونو ضد انځورونه دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور مخ په ختمېدو دی، په خواشینۍ سره دغو کلیشه يي او ساده انځورونو، د ستونزو د اصلي لاملونو او د دیارلسو کلونو پرمختګونو پام کې نیولو پرته، یو حاکم ذهني چوکاټ رامنځ ته کړی دی.

له دې امله په منځمهاله توګه به تر ټولو مهم غبرګون د افغانستان انزوا او په نړیواله کچه د هېواد په اړه د یو ناسم انځور بدلول وي.

زما په اند د دې ټکو په نظر کې نیولو سره لازمه ده چې افغانستان په دغه زرین فرصت کې د خپلو ځوانو ظرفیتونو او استعدادونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د افغانستان د ټولو حکومتي او غیر حکومتي وګړو او په ځانګړي توګه زموږ د بااحساسه ځوانانو رسالت دی چې د خپلو لوبغاړو په هڅونې هغوی د لا زیاتو لاسته راوړنو جوګه کړي.

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې ګډون ته باید له یوه لوی او ستراتېژیک اړخه وکتل شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د خلکو دښمنان سپین او تور بیرغونه بدلوي را بدلوي او د دې ډلو تر منځ شخړو او لانجو رسنیزه فضا ډکه کړې، دغو نړیوالو لوبو کې د ملي لوبډلي ګدون، د افغانستان د درې رنګه رپانده بیرغ د لا زیات اوچتولو او همدا راز د ملي احساس د ژوندي کولو لپاره یو بې ساری فرصت دی.

د دې فرصت نه د اغېزمنې ګټې پورته کولو مسولیت له یوې خوا زموږ دولتي ارگانونو لکه د بدني روزنې او سپورت اداره، د کرېکټ بورډ او فرهنگي ادارو او له بلې خوا حکومتي او غیر حکومتي رسنیو ته متوجه دی چې په استرالیا او نیوزیلنډ کې د افغانستان سفارت یو له دغو ارگانونو څخه شمېرل کېږي.

د افغانستان سفارت د یو منسجم پلان سره سم، د استرالیا حکومت، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له کلتوري څانګې او د کرېکټ نړیوالې شورا (آي سي سي) سره په همغږۍ، یو کال د مخه، خپلې هلې ځلې پېل کړې دي.

د دغو پلانونو ډېره مهمه برخه د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په میاشت کي د ملي لوبډلې د تمریني سفر برابرول وو.

زموږ ملي لوبډلې د دې سفر په ترڅ کي د استرالیا او نیوزیلنډ له لوبغاړو او لوبغالو او همدا راز د دغو هېوادونو له اقلیم سره آشنایي ترلاسه کړه.

په راتلونکې کې زموږ پلان دا دی چې په استرالیا کې مېشتو افغانانو سره یو ځای د افغانستان د ملي لوبډلې د هڅونې او تشویق او همدا راز د عامه دېپلوماسۍ د اغېزمنې کارونې لپاره ځینې کلتوري پروګرامونه جوړ کړو.

د کلتوري پروګرامونو په لړ کې، په نظر کې ده چې د کانبرا د ځايي حکومت سره په همغږۍ، د فبرورۍ په ۱۴مه یو ګډ پروګرام د استرالیا د ملي او محلي لوړپورو چارواکو، د کور ديپلوماتیکو استازو او د افغاني ټولنو بېلا بېلو استازو او افغان او استرالیايي ځوانانو په ګډون جوړ شي.

د فبرورۍ په ۱۴مه چې د لوبو د پیل ورځ ده، ګډون کوونکو لپاره د سیالیو لوبغالو ته څېرمه یو کلتوري پروګرام په پام کې لرو. په دې پرورګرام کې به ګډونوالو ته افغاني موسیقي، خواړه او فرهنګي توکي وړاندې شي.

زموږ د کرېکټ مسولین باید په یاد ولري چې کرېکټ په افغانستان کي یوه نوې او په ډېرو سیمو کې لږه پېژندل شوې لوبه ده او باید په اعظمي توګه هڅه وشي چې دا لوبه سیاسي بڼه غوره نه کړي او له سیمه ایز انحصاره وژغورل شي.

دا ټکی باید په یاد وساتو چې سپورت کولای شي د افغانانو په منځ کې د یووالي روحيه لا نوره هم پیاوړې او ټولو پرګنو ته ګډ ویاړونه په برخه کړي.

د نورو لويو بریاوو په هیله.

ورته مطالب