نیوزیلنډ لومړۍ لوبه کې پاکستان ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه

Image caption راس ټېلر پر ۸۱ توپونو ۵۹ منډې وکړې او تر پایه و نه سوځېد.

نیوزیلنډ او پاکستان تر منځ د دوو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ پاکستان ته د بالرانو د ښه توپ اچونې په مټ په ۷ وېکټو لویه ماته ورکړه.

د دغو دوو لوبو اصلي موخه د کرېکټ نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی دی.

د لوبې پچه کوربه نیوزیلنډ وګټله او لومړی یې پاکستان ته د بیټنګ بلنه ورکړه.

د نیوزیلنډ بالرانو پیاوړې توپ اچونه وکړه او د لوبډلمشر مصباح الحق او شاهد اپریدي پرته یې د پاکستان هېڅ توپوهونکي ته د مقاومت فرصت ور نه کړ.

مصباح پر ۸۷ توپونو ۵۸ او اپریدي یوازې پر ۲۹ توپونو ۶۷ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ له لورې ګرانټ ایلیټ ۳ او کایل میلز، ټرینټ بولټ او کوري انډرسن ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۶م اوور کې پر ۲۱۰ منډو وسوځېده چې د شنونکو په اند خورا کمې وې.

په ځواب کې نیوزیلنډ د راس ټېلر او ګرانټ ایلیټ د پنځوسیزو په مټ ټاکل شوی هدف یوازې په ۴۰م اوور کې پر ۳ وېکټو پوره کړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شاهد اپریدي یوازې پر ۲۹ توپونو ۶۷ منډې وکړې او خپله لوبډله یې له ماتې و نه شوای ژغورلی.

ټېلر پر ۸۱ توپونو ۵۹ او ایلیټ پر ۶۸ توپونو ۶۴ منډې وکړې او دواړه لوبغاړي تر پایه و نه سوځېدل.

د نیوزیلنډ د سر لوبغاړي مارټن ګپټل ۳۹ منډې هم د پام وړ وې چې د پر ۴۸ توپونو پوره کړې.

بالنګ کې د پاکستان له خوا محمد عرفان، بلاول بهټي او شاهد اپریدي ۱، ۱ وېکټه واخیسته.

د نیوزیلنډ ګرانټ ایلیټ په بیټنګ او بالنګ دواړو برخو کې د ښه ځلېدو له کبله د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو.

د دواړو لوبډلو تر منځ به د سیریز دوهمه لوبه د فبرورۍ پر دریمه (سې شنبه) کېږي.

ورته مطالب