استرالیا د درې هېوادیزو لوبو پایلوبه په ستر توپیر وګټله

Image caption ګلین مکسویل د ۹۵ منډو او ۴ وېکټو پخاطر د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو.

د استرالیا، انګلستان او هند تر منځ د درې هېوادیزو لوبو پایلوبه کې کوربه استرالیا انګلستان ته د ګلین مکسویل د ۹۵ منډو او ۴ وېکټو په مټ د ۱۱۲ منډو ستره ماته ورکړه.

د استرالیا د ۲۷۸ منډو په ځواب کې د انګلستان ټوله لوبډله یوازې پر ۱۶۶ منډو وسوځېده.

د پرت په لوبغالي کې پچه د انګلستان لوبډلمشر ایون مورګن وګټله او لومړی یې استرالیا ته د بیټنګ بلنه ورکړه.

پیل کې د مورګن پرېکړه سمه ښکارېده او د انګلستان بالرانو، جمیز انډرسن، سټورټ براډ او معین علي د استرالیا د سر څلور لوبغاړي یوازې پر ۶۰ منډو وسوځول.

خو مکسویل او بل ځوان لوبغاړي شان مارش ښه ملګرتیا وکړه او پر پنځمه وېکټه یې ۱۴۱ منډې وکړې.

دوی د خپلې لوبډلې منډې ۴۱م اوور کې ۲۰۱ ته رسولې وې چې مکسویل له سلیزې یوازې ۵ منډې کم پر ۹۵ منډو وسوځېد.

ورپسې شان مارش هم په منډه کې وسوځېد (رن اوټ). پای کې د استرالیا الرونډر لوبغاړي جیمز فاکنر خورا چټکه لوبه وکړه او پر ۲۴ توپونو یې د ۴ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مټ ۵۰ منډې جوړې کړې.

دغه راز استرالیا په ۵۰ اورونو کې د ۸ وېکټو په سر ۲۷۸ منډې وکړې.

د انګلستان له خوا براډ ۳ او انډرسن ۲ وېکټې واخیستې.

د ۲۷۸ منډو د خورا ستر هدف په تعقیب کې انګلستان له پیله ستونزو سره مخامخ شو. دوی په ۴۶ منډو ۴ او په ۹۸ منډو ۷ وېکټې له لاسه ورکړې.

د استرالیا له لورې ورو توپ اچونکي میکسویل ۴، میچل جانسن ۳ او جاش هېزلوډ ۲ وېکټې واخیستې.

د انګلستان ټوله لوبډله په ۴۰م اوور کې یوازې پر ۱۶۶ منډو وسوځېده او دغه راز استرالیا د درې هېوادیزو لوبو پاېلوبه پر ۱۱۲ منډو وګټله.

ورته مطالب