اميتابچن د هند او پاکستان پر لوبه ژوندۍ تبصره کوي

د انځور حقوق bbc

د هندي فلمونو مشهور ستوري امتياب بچن فلمونو ته له راتلو مخکې غوښتل ال انډيا راډيو کې د خبرونو د وړاندې کوونکي په توګه کار وکړي او د دې لپاره يې امتحان هم ورکړی و چې پکې ناکام شوی و.

بي بي سي هندي څانګه وايي اوس به د دغه فلمي ستوري ارمان پوره کېږي. اميتاب بچن به د هند او پاکستان تر منځ د کرېکټ د نړيوالو لوبو ژوندۍ تبصره وړاندې کوي.

دغه لوبه به د فبرورۍ پر ۱۵ نېټه د استراليا په اډيلېډ ښار کې ترسره کېږي.

اميتاب بچن به د خپل راتلونکي فلم د مشهورولو لپاره د کرېکټ پر لوبو تبصره کوي.

د کرېکټ په دغو ژونديو تبصرو کې به د هند او پاکستان پخواني لوبغاړي کپل ديو او شعيب اختر هم ګډون ولري.

د اميتاب بچن د راتلونکي فلم وړاندې کوونکي وايي د کرېکټ پر لوبو تبصره يې د فلم کتلو ته د خلکو رابللو يوه ښه وسيله.

په دې ډول د فلم په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو له کبله امتياب بچن هم خوښ دی.

دی وايي په هند کې کرېکټ او فلمونه ډېر مينه وال لري .

ويل کېږي دا به د هند او پاکستان تر منځ يو له په زړه پورې لوبو څخه وي.هر کله چې د هند او پاکستان تر منځ د کرېکټ کومه لوبه وي زيات شمير ليدونکي لري.