پاکستان په نيوزيلنډ کې بله لويه ماتې وخوړه

د انځور حقوق AFP
Image caption نيوزيلنډ له پاکستان څخه هم د دوو لوبو لړۍ وگټله

په نېپېير کې ترسره شوې دې لوبه کې کوربه هېواد پچه وگټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله.

که څه هم کپتان مېکلم په ٢٧ توپونو ٣١ منډې وکړې او وسوځېد خو نورې لوبډلې د پاکستان بالران ډېر وټکول.

ويليمسن ١٠٢ او ټېلر ١١٢ منډې وکړې او دوى دواړو د خپلو سليزو لپاره يوازې ٨٨ او ٧٠ توپونو ته اړتيا لرله.

نيوزيلنډي منډه جوړونکو پر پاکستاني بالرانو ٤٠ څلورېزې او اته شپږيږې ووهلې او په ټاکلو ٥٠ اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدا ٣٦٩ منډې جوړې کړې.

شاهد اپريدي د ٥٧ منډو په ورکولو يو کس وسوځاوه او عرفان دوه لوبغاړي وسوځول.

د نيوزيلنډ د خورا ډېرو منډو په ځواب کې يوازې محمد حفيظ ٨٦ منډې وکولاى شوې او نوره لوبډله ډېره ونه ځلېده.

خو له حفيظ سر د پيل ملگري شهزاد هم پنځوسيزه وکړه.

پاکستان به اوس استراليا ته ځي چې د نړيوالو اتلوليو لپاره چمتووالي ته دوام ورکړي.

دوى به د اتلوليو لومړنۍ لوبه له هند سره کوي.

پاکستان په نړيوالو اتلوليو کې هيڅکله هند ته ماتې نه ده ورکړې.

نيوزيلنډ به په خپل کور لومړنۍ لوبه له سرېلنکا سره کوي.

دوى په دې وروستيو کې سرېلنکا ته د اوو لوبو په لړۍ کې ماتې ورکړې وه.

نيوزيلنډ له پاکستان څخه هم د دوو لوبو لړۍ وگټله.

ورته مطالب