د مصر فوټبال سیالیو اړدوړ کې ۲۲ کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption عیني شاهدان وايي، امنیتي ځواکونو د اړدوړ جوړوونکو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن غاز وکاراوه.‌

د مصر روغتیا وزارت ویلي، قاهره کې د فوټبال سیالیو په درشل کې د هڅوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په اخ او ډب او نښته کې لږترلږه ۲۲ کسان وژل شوي دي.

محکمې د وزیرانو شورا تر بېړنۍ ناستې وروسته، د فوټبال سیالۍ تر نامالوم وخت پورې ځنډولې دي.

د الزمالک فوټبال لوبډلې هڅوونکو د سیالۍ کتلو لپاره د فوټبال لوبغالي ته په زور د ننوتلو هڅه وکړه، او د فوټبال لوبغالي ټکټونه هم له دوی سره وو.‌

عیني شاهدان وايي، امنیتي ځواکونو د اړدوړ جوړوونکو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن غاز وکاراوه.‌

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي:‌ ''د الزمالک لوبډلې ګڼ هڅوونکي د امنیتي ځواکونو په مخ کې خنډ وګرځېدل ځکه دوی هڅه کوله چې د لوبغالي هوايي دفاع ته ځانونه ورسوي، حال دا چې د لوبې کتلو ټکټونه یې نه لرل،‌ په زور ننوتل،‌ همدا وو چې امنیتي ځواکونو له سختګیرۍ کار ورسره واخیست''.

په اعلامیه کې راغلي‌ ''امنیتي ځواکونو پر زمالک هڅوونکو ډزې ونه کړې،‌ بلکې دغه کسان د ټېل ماټېل له کبله مړه شوي دي''.

د انبي لوبډلې پروړاندې د زمالک لوبډلې له سیالۍ پیلېدو مخکې اړدوړ او ټېل ماټېل جوړ شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولییس وايي، دوی مرمۍ نه دي ویشتلې

په لومړي سر کې لوبه نیم ساعت وځنډول شوه،‌ خو بیا د اړدوړ په سختېدو سره د دواړو لوبډلو ترمنځ یو حایل رامنځ ته شو.

په قاهره کې د بي ب‍ي سي خبریال عبدالبصیر حسن د مصر د روغتیا وزارت د ویاند حسام عبدالغفار له خولې وايي، په اړدوړ کې ۲۲ کسان وژل شوي چې درې یې لا نه دي پېژندل شوي او شل نور ژوبل شوي دي.

دغه ویاند زیاتوي، د وژل شوو پر جسدونو او ټپیانو د مرمۍ هېڅ اثر نه لیدل کېږي.

نوموړی وايي، د زیاترو وژل شویو او ټپیانو ورمیږونه او یا د بدن نور غړي په ټېل ماتېل کې مات شوي چې آن د ځینو د مړینې لامل ګرځېدلي.

مصري چارواکو د ۲۰۱۲ په فبرورۍ کې د مصر پورت سعید ښار کې د فوټبال سیالیو پرمهال د هڅوونکو ترمنځ له هغې شخړې وروسته د هڅوونکو په ورتګ بندیز ولګاوه، چې لږترلږه ۷۰ کسان پکې ووژل شول.

په تېر دسمبر کې، د کورنیو چارو وزارت د فوټبال سیالیو کتلو ته د عامو خلکو د ورتلو اجازه ورکړه،‌ چې د تېرې ورځې د قاهرې سیالیو ته تر ۱۰ زرو ډېر هڅوونکي او تماشاچیان ورغلي وو،‌ خو په نورو لوبغالو کې هم شاوخوا پنځه زره کسان راغونډ شوي وو.

د انځور حقوق AP
Image caption دغو لوبو ته نژدې ۱۰ زره کسانو ټکټونه اخیستي وو

په مصر کې تر ډېره د فوټبال هڅوونکي د تعصب له اړخه لوبغاړي هڅوي.‌

ورته مطالب