افغانستان د هند پر وړاندې په تمریني لوبه کې ماته وخوړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption روهیت شرما په ۱۲۲ توپونو ۱۵۰ منډې وکړې چې ۷ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې په کې شاملې وې.

د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام سیالیو له پیل نه وړاندې په خپله لومړنۍ تمریني لوبه کې له هند نه د ۱۵۳ منډو په توپیر ماته ومنله.

د هند د ۳۶۴ منډو په بدل کې افغانستان په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې یوازې ۲۱۱ منډې جوړې کړای شوې.

د افغانستان د لوبډلې پخواني روزونکي کبیر خان د لوبې په اړه بي بي سي پښتو سره په خبرو کې وویل:

"افغان لوبډلې په توپ نیونه او توپ اچونه کې ستونزې درلودې. په بالنګ کې داسې نه ښکارېده چې ګواکې افغان بالران دې کوم ځانګړی پلان ولري".

نوموړي وویل په دودیز ډول د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبغاړي ښه ځلېدلي خو په نننۍ لوبه کې د بالرانو توپ اچونه د اندېښنې وړ وه ځکه سیالې لوبډلې له ۳۵۰ ډېرې منډې جوړې کړې.

د لوبې پچه د هند لوبډلمشر مشر مهیندرا سنګ دوني وګټله او په ظاهره یې بیټنګ ته په مناسب پیچ لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.

د افغانستان دوو تېزو بالرانو حمید حسن او دولت ځدران د پیل په اورونو کې په زړه پورې بالنګ وکړ او پر ۱۶ منډو یې د هند دوه لوبغاړي وسوځول.

خو له دې وروسته د هند د سر لوبغاړي روهیت شرما او سورېش رېنا په بیټنګ کې اوږده ملګرتیا وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې په ۲۹م اوور کې ۱۷۴ ته ورسولې.

رېنا پر ۷۵ منډو وسوځېد او ورپسې اجېنکې رهانې له روهیت سره بیټنګ ته راووت.

رهانې او روهیت د بیټنګ په ملګرتیا کې په ګډه ۹۵ منډې وکړې.

روهیت په ۱۲۲ توپونو ۱۵۰ او رېنا په ۶۱ توپونو ۸۸ منډې جوړې کړې.

هند په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ګټې لپاره د ۳۶۵ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې افغانستان خپله لومړۍ وېکټه پر ۳۰ منډو له لاسه ورکړه خو دوهمې وېکټې لپاره ځوان لوبغاړي عثمان غني او نوروز منګل په ګډه پیاوړی بیټنګ وکړ.

غني ۴۴ او منګل ۶۰ منډې وکړې چې په مټ یې افغانستان په ۳۵ اورونو کې خپلې منډې ۱۵۳ ته رسولې او یوازې دوه وېکټې یې له لاسه ورکړې وې.

خو له غني او منګل وروسته نورو توپ وهونکو د پام وړ بیټنګ و نه شو کړای.

افغانستان په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې پر ۸ وېکټو ۲۱۱ منډې وکړې او دغه راز یې لوبه پر ۱۵۳ منډو وبایلله.

افغانستان به خپله دوهمه تمریني لوبه د فبرورۍ پر ۱۳مه (جمعه) د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې کوي.

ملي لوبډله به د نړیوال جام سیالیو خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ پر ۱۸مه (چارشنبه) د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړي.

ورته مطالب