د کریکټ په باب د اشرف غني او نرندرا مودي تیلیفوني خبرې

د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالو سیالیو ته د افغان کریکټ لوبډلې لارې موندلو مبارکي ویلې او افغان ټیم ته یې د بریا هیله ښودلې ده.

ددواړو هېوادونو مشرانو هند ته د اشرف غني د سفر په اړه هم خبرې کړې دي.

په پام کې ده چې د شنبې په ورځ‌ (فبروری ۱۴) په استرالیا او نوي زیلنډ کې د ۲۰۱۵ کال کریکټ نړیوالې سیالۍ پیل شي، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان پکې ګډون لري.

د افغانستان د ولسمشرۍ له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي،‌ ښاغلي مودي خوښي ښوولې ده چې د سوېلي آسیا د همکارۍ د ټولنې (سارک) یو غړی هېواد د کریکټ نړیوالو سیالیو ته لاره مومي.

په ویناپاڼه کې ویل شوي چې د هند او افغانستان مشرانو هند ته د اشرف غني د سفر په اړه هم خبرې کړې دي.

هند د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د افغانستان یو نژدې ملګری پاتې شوی دی.

پاکستان چې له هند سره د ښکر په ښکر کېدو اوږده مخینه لري، له افغانستان سره د نوي ډیلي د نژدې کېدو په اړه اندېښمن ښکاري او د افغانستان او امریکا له دولتونو یې په افغانستان کې د هند د رول محدودولو غوښتنه کړې ده.

کله چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني واک ته ورسېد، لومړی بهرنی سفر یې پاکستان ته و،‌ چې بیا وروسته کابل ته هم د پاکستاني سیاستوالو او پوځي مشرانو سفرونه پیل شول.

اوس ظاهراً ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د پخوا په پرتله یوڅه ښه ښکاري.

که څه هم ښاغلي غني تر اوسه هند ته سفر نه دی کړی، خو ځینې شنونکي پر دې اند دي چې نوموړی هڅه کوي چې له افغانستان سره ددغو دواړو مهمو ګاونډیانو اړیکي ښه وساتي او د افغانستان په اړه د پاکستان منفي نظر پر مثبت هغه واړوي.

ورته مطالب