کریکټ:‌ هند لوبه د ۷۶ منډو په توپیر وګټله

پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۷ اوورنو کې ۲۲۴ منډې جوړې کړې او دې سره هند د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د خپل دودیز سیال خلاف لومړۍ بریا تر لاسه کړه.

د یوه لوی هدف تر لاسه کولو لپاره پاکستاني بېټسمینان و نه توانېدل د ډېرو منډو تر لاسه کولو لپاره تر ډېره وخته ملګرتیا وکړي او ټوله لوبډله په ۴۷ اوورنو کې له ۲۲۴ منډو وروسته له لوبغالي بهر شوه.

دا شپږم ځل دی، چې هند پاکستان ته د نړیوال جام سیالیو کې ماتې ورکوي.

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د هند او پاکستان تر منځ لوبه کې داسې معلومیږي، چې پاکستان لوبډله له ستونزو سره مخامخ ده. د ۳۰۰ منډو لوی هدف ته رسېدو لړ کې پاکستان لوبډلې ۳۷ اوور کې د ۱۰۸ منډو بدل کې اووه وېکټونه له لاسه ورکړي و.

لومړی سوځېدونکی لوبغاړی یونس خان و، چې معمولاً د پاکستان له لوري د لوبه پیلونکي لوبغاړي ناصر جمشید پر ځای د لوبې ډګر ته ولېږل شو او دریم ځلې هم د اوپنر په توګه ناکام ثابت شو.

د انځور حقوق Both Photos by AFP
Image caption د هند ویراټ کوهلې او شېکهر دهون وتوانېدل نیمه سلیزې جوړې کړې.

د دویم وېکټ لپاره د حارث او سهیل ترمنځ د ۶۸ منډو شراکت وشو، چې ایشون د حارث په کېچ اوټ کولو سره دغه ګډون پای ته ورسېد. احمد شهزاد ۴۷ منډې جوړې کړې، خو د دې لپاره یې ۷۳ منډې وکارولې. نوموړی د امېش یادوو په توپ د جدیجه په لاس کېچ شو.

په همدې اوور کې په دویم توپ یادوو سلیپ کې صهیب مقصود کیچ اوټ کړ او هند ته یې څلورمه بریا ور په برخه کړه. عمر اکمل د جدیجه په لاس د پاکستان پنځم سوځېدونکی لوبغاړی و. لوبڅار د هغه د سوځېدو اعلان و نه کړ، خو د دهوني بیا کتنې له غوښتنې وروسته پرېکړه د هغه خلاف وه.

د ایډلیډ دغه لوبه کې هند ټاس وګاټه او لومړی یې د بېټینګ پرېکړه وکړه. هندۍ لوبدله وتوانېده په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۰ منډې جوړې کړې. د هند ویراټ کوهلې په دغه لوبه کې ښه وځلېد او سلیزه یې بشپړه کړه.

د کریکټ‌ نړیواله اتلولي: د ټولو لوبو مهالوېش

۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوالو سیالیو ځانګړې پاڼه

نوموړی لومړی لوبغاړی و، چې د نړیوال جام سیالیو کې یې د پاکستان خلاف سلیزه بشپړه کړه. کوهلې له ۱۰۷ منډو جوړولو وروسته د سهیل خان په توپ له لوبغالي بهر شو.

دا مهال د هند لوبغاړی ویراټ کوهلې او سریش راینا د لوبې ډګر کې ولاړ دي. ویراټ کوهلې سلیزه بشپړه کړه. نوموړی لومړی هندی لوبغاړی دی، چې د نړیوال جام سیالیو کې یې د پاکستان خلاف سلیزه جوړه کړه. د کوهلې ملګري سرېش هم نیمه سلیزه بشپړه کړې ده.

هند دا مهال چې ۴۴ اووره لوبه شوې ده، د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۹ منډې جوړې کړې او داسې معلومیږي، چې هندۍ لوبډله پاکستان ته د یوه لوی هدف ټاکلو پر لور ځي.

هند ټاس یا پچه وګټله او لومړی یې خپله د بېټینګ ( توپوهنې ) پرېکړه وکړه.

د لوبې تر ۲۳ اووره پورې هند د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره ۱۲۶ منډې جوړې کړې وې.

د هند ویراټ کوهلې او شېکهر دهون وتوانېدل نیمه سلیزې جوړې کړې.

دواړو لوبغاړو د لوبې تر ۲۳ اووره په شریکه ۹۰ منډې جوړې کړې وې.

په ۱۱ اوور کې پاکستان لوبډلې د کوهلې سوځولو فرصت هاغه مهال له لاسه ورکړ، چې یاسر شاه و نه توانېد د شاهد افریدي پر توپ د هغه ګران کیچ ونیسي.

هند له شېکهر دهون او روهیت شرما سره پیل وکړ او په خورا احتیاط یې لوبه پیل کړه. دواړو لوبغاړو د خپلو منډو شمېر تر ۳۴ ورساوه، چې پاکستاني لوبغاړي مصباح الحق د روهیت شرما کېچ تر لاسه کړ او خپل هېواد ته یې لومړۍ بریا ور په برخه کړه.

دغې لوبې لیدو ته لوبغالي ته ۴۷ زره کسان ورغلي او دغه راز ویل کېږي، چې له یوه میلیاردو ډېر کسان یې د ټیلویزیون پر پرده ګوري.

د لوبې له پیله مخکې د دواړو لوبډلو یو شمېر مهم لوبغاړي د ټپي کېدو له کبله په لوبې کې له برخې اخیستو محروم شوي دي.

وروستی ځل دغه دواړه لوبډلې د ۲۰۱۱ کال نړیوال جام سیالیو کې مخامخ شوې وې، چې پاکستان هغه لوبه د ۲۹ منډو په توپیر بایللې وه.

هند د هغه ټورنامنټ په پایلوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه او اوس د خپلې هماغې اتلولۍ دفاع کوي. هند د ۲۰۱۱ له نړیواله جامه مخکې په ۱۹۸۳ کې هم نړیوال جام ګټلی و.

پاکستان لوبډلې د ۱۹۹۲ نړیوال جام ګټلی و، خو د ۱۹۹۹ نړیوال جام پایلوبې کې بیا د اسټرالیا پر وړاندې په خورا اسانۍ سره لوبه بایللې وه.

د ایډیلیډ لوبغالي کې هند او پاکستان یوازې یو ځلې د ۲۰۰۰ کال په جنورۍ کې مخامخ شوي، چې هاغه لوبه هند د ۴۸ منډو په توپیر سره ګټلې وه.

د انځور حقوق
Image caption دغې لوبې لیدو ته لوبغالي ته ۴۷ زره کسان ورغلي او دغه راز ویل کېږي، چې له یوه میلیاردو ډېر کسان یې د ټیلویزیون پر پرده ګوري.

که هندۍ لوبډله د فاسټ باولر ایشنانت شرما له شتوالي محرومه ده، نو پاکستانۍ لوبډله د الراونډر محمد حفیظ او فاسټ باولر جنیدخان له خدمتونو بې برخې ده.

هند او پاکستان د نړیوال جام سیالیو کې پنځه ځلې مخامخ شوي دي، چې هر ځلې بریا د هند په برخه شوې ده.

ورته مطالب