د توپوهونکو د بې پروا لوبې سربېره نیوزیلنډ سکاټلنډ ته ماته ورکړه

د انځور حقوق Getty
Image caption د نیوزیلنډ ټرینټ بولټ د ۲۱ منډو په بدل کې ۲ وېکټې واخیستې.

د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې کوربه نیوزیلنډ په خپله دوهمه لوبه کې نسبتا ضعیف سیال سکاټلنډ ته د خپلو بالرانو د پیاوړي بالنګ په مټ ماته ورکړه.

د ګټې توپیر، ۳ وېکټې، که څه هم ډېر نه ښکاري خو په لوبه کې تر ډېره نیوزیلنډ برلاسی و او سکاټلنډ ته یې په آسانۍ سره ماته ورکړه.

د نیوزیلنډ لوبډلمشر برېنډن میککلم ټاس وګاټه او سکاټلنډ ته یې د بیټنګ بلنه ورکړه.

سکاټلنډ په بیټنګ کې خورا خراب پیل درلود او د سر څلور لوبغاړي یې یوازې پر ۱۲ منډو له لاسه ورکړل.

د نیوزیلنډ تېزو بالرانو ټېم ساوتي او ټرېنټ بولټ د سیالې لوبډلې توپوهونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړل. دواړو بالرانو ۲، ۲ وېکټې واخیستې.

دغه مهال مټ مکن او ریچي برېنګټن بیټنګ کې ملګرتیا پیل کړه، پنځوسیزې یې ووهلې او په ګډه یې د سکاټلنډ منډې په ۲۸م اوور کې ۱۰۹ ته ورسولې.

خو نور توپوهونکي یې پاتې راغلل او ټوله لوبډله یې په ۳۷م اوور کې یوازې پر ۱۴۲ منډو وسوځېده.

د نیوزیلنډ له لورې تجربه لرونکي ورو بالر ډینیل ویټوري او الروڼدر کوري انډرسن هم ۳، ۳ وېکټې واخیستې.

Image caption ورو توپ اچونکي ډینیل ویټوري هم ښه بالنګ وکړ او ۳ وېکټې یې واخیستې.

د ۱۴۳ منډو هدف خورا اسان ښکارېده او نیوزیلنډ یوازې په ۲۵م اوور کې پوره کړ.

خو د نیوزیلنډ توپوهونکو په ظاهره بې پروا بیټنګ وکړ او هدف ته تر رسېدو یې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل. د دوی له لورې هېڅ بیټسمین ۵۰ منډې و نه شوای کړای.

له دې بریا سره نیوزیلنډ د خپل ګروپ په سر کې ځای لري او له دوو لوبو یې دوه بریاوې لاسته راوړې دي.

د نړیوال جام بله لوبه د افغانستان او بنګله دیش لوبډلو تر منځ د فبرورۍ پر ۱۸مه (چارشنبه) د استرالیا په کنبېرا کې ترسره کېږي.

ورته مطالب